ګټورې ويناوې

د شيخ الإسلام ابن تيمية -رحمه الله- ټولګټې ويناوې (دويمه برخه)
راټولونه او ژباړه: انديال ساپى

(۱۱) د مٶمن ﺯړه:
 شيخ الإسلام ابن تيمية- رحمه الله- وايي:
«په دنيا کې د مٶمن له ﺯړه پرته بل زیات او لوي خير نشته».

(۱۲) علم او ريا:
 شيخ الإسلام ابن تيمية- رحمه الله- وايي:
«د علم افت لويي او د عبادت افت رياء ده».
رد ابن تيمية على الشاذلي[/207].

(۱۳) ناوړه رايه:
شيخ الإسلام ابن تيمية- رحمه الله- وايي:
" له هغى بله ناوړه رايه او نظر نشته چې لامله يې د ﺯرګونو مسلمانانو وينه تويږې او په وژنه يې مسلمانانو ته نه کومه دنيوي او نه کومه اخروي ګټه ترلاسه کيږي، بلکې خير له شته څخه نور هم کميږي او شر له شته څخه لا نور هم ﺯيتيږي".
كتاب منهاج السنة(113/6).

(۱۴) بدعت د الحاد لامل ګرځي:
 شيخ الإسلام ابن تيمية- رحمه الله- وايي:
" بدعتونه تل انسان له وړوکى څخه لوى ته وباسي، تر دې چې الحاد او ﺯندقت ته يې ورسوي".
الفتاوى الکبرى (2/141).

(15) د الله تعالى مرسته او ترې نه بښنه غوښتل:
 شيخ الإسلام ابن تيمية- رحمه الله- وايي:
"څوک چې کوښښ وکړي د الله تعالى نه مرسته وغواړى او د استغفار پابند شي، الله تعالى به ورته د خپلې مهربانۍ څخه هغه څه ورکړي چې د ده په خيال کې هم نه راځى".
مجموع الفتاوى [5/62].

(16) نورو ته اړتيا مو قدر کموي:
 شيخ الإسلام ابن تيمية- رحمه الله- وايي:
" کله چې خلکو ته اړ شوي که د اوبو په څکلو کې ول نوې، په همغه انداﺯه دې د هغوى په وړاندې قدر کميږى څومره چې ورته اړتيا لري".
مجموع الفتاوى(1/39).

(17) مرضي به دې سمې خبرې هم د خپل مرض مناسب تعبروي: 
 شيخ الإسلام ابن تيمية- رحمه الله- وايي:
"  د چا په ﺯړه کې چې مرض وي، د هرې خبرې نه به دې د خپل مرض مناسب اخذ او تعبير کوي".
جامع المسائل(7/191).

(18) كوم يو يې غوره دي: شكر ګذار غني كه صبرناك فقير ؟!
 شيخ الإسلام ابن تيمية- رحمه الله- وايي:
" پرته له تقوى پر يو بل هيڅ فضيلت نه لري، هر يو چې د پوره ايمان او تقوى څښتن وى هغه غوره دى".
 مجموع الفتاوى( ١١ / ١٢٠ ).

(19) غوره وينا:
شيخ الإسلام ابن تيمية رحمه الله وايي:
" څومره چې یو څوک سلفو او امامانو ته نږدي وي هغومره یې وینا غوره او لوړه وي".
مجموع الفتاوي.

 (20) تعصب كول:
څوک چې د نورو پرته یوازې د خپل هیواد، مذهب،طریقې، خپلوۍ او ملګرو لپاره تعصب کوي، نو پده کې د جاهلیت یوه برخه لا هم پاتي ده.
دوام لري...