د شيخ الإسلام ابن تيمية رحمه الله ټولګټې ويناوې (درېيمه برخه)

(۲۱) د ظلم بده پایله:
شيخ الإسلام ابن تيمية رحمه الله وايي:
بې شکه د ظلم پایله ناوړه ده او عدل په هر چا له هر چا سره په هر وخت کې کول واجب دي، یقینا الله تعالی رسولان راستولي او کتابونه یې نازل کړي ترڅو خلک عدالت پلي کړي.
الصفدیة(2/327).
 
(۲۲) د شر اساس:
مؤمن ته چې هر شر رسیږي اساس یې د هغه ګناهونه وي، استغفار ګناهونه له مینځه وړي او د عذاب مخه نیسي.
جامع المسائل (6/274).
 
(۲۳) تمرین:
شيخ الإسلام ابن تيمية رحمه الله وايي:
تمرین په دري ډوله دي:
• په حرکت او قدم وهلو سره د بدن تمرین.
• د ښو اخلاقو او غوره ادابو په خپلو سره د نفس تمرین.
• په علمي څېړنو او علمي باریکیو پېژندلو سره د ذهن تمرین.
الرد علی المنطقیین (ص ۲۵۵)
 
(۲۴)  شبهات:
شيخ الإسلام ابن تيمية رحمه الله وايي:
ډیرو خلکو ته د شبهې له امله باطل باطل نه ښکاري.
در التعارض (7/170)ږ
 
(۲۵) د ګناه پریښودل:
شيخ الإسلام ابن تيمية رحمه الله وايي:
هر څوک چې نفس ورته د ګناه وایي، بده یې وګڼي، نفس ترې منع کړي او الله تعالی د رضا په خاطر یې پریږدي، الله تعالی به یې دینداري، نیکو کاري او پرهیزګاري لا زیاته کړي.
مجموع الفتاوی(10/767).
 
(۲۶) د زړه ناروغي:
شيخ الإسلام ابن تيمية رحمه الله وايي:
لکه څرنګه چې صحي اسبابو د نیمګړتيا پرته ناروغي نه پیښږي، همدغه رنګه ایمان د نیمګړتیا پرته زړه نه ناروغه کیږي.
مجموع الفتاوی 
 
(۲۷) د خیر اساس:
شيخ الإسلام ابن تيمية رحمه الله وايي:
په دنیا او اخرت کې د هر خیر اساس له الله تعالی څخه وریدل دي.
الایمان (۱۷۲).
 
(28) استغفار:
شيخ الإسلام ابن تيمية رحمه الله وايي:
د انسان لپاره استغفار(بښنه غوښتل) له ټولو دعاګانو څخه اړین دي.
جامع المسائل (6/277).
 
(۲۹) مؤمن:
شيخ الإسلام ابن تيمية رحمه الله وايي:
مؤمن ته امر شوي دی چې د مصیبتونو په وخت صبر وکړي او د الله تعالی امر ته تسلیم شي، د ګناهونو پر وخت بښنه وغواړي او توبه وباسي.
الفرقان (1/135).
 
(30) نیکمرغي:
شيخ الإسلام ابن تيمية رحمه الله وايي:
خیر، نکیمرغي، کمال او نیکي په دو شیانو کې ده:
• ګټور علم.
• نیک عمل.
مجموع الفتاوی (29/169).
 
دوام لري...