
روهي (پنځه نۍ/۱۵مه د وږي)، روسیه د سوريې ادلب کې د یاغیانو په بشپړ ډول له منځه وړلو عمليات، چې کرملین ماڼۍ یې د ترهګر ضد عمليات بولي، له نورو هيوادونو غواړي چې ددغو هڅو ملاتړ وکړي.
د روسیې بهرنيو چارو وزارت پرون چهارشنبه د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره وويل، دا عمل د ادلب سیمه کې د څو اړخيزو تړونونو پر بنسټ ترسره شو، چې موخه یې د ياغي ډلو له مینځه وړل دي.
خبرپاڼه کې زياته شوې، چې روسیه ددغه تړونونو عملي کولو او د ترهګرو په بشپړ ډول له منځه وړلو ته ژمنه ده او دا خپله دنده بولي.