کوکا کولا د قهوې مشهوره کمپنۍ کوسټا په ۵.۱ میلیارد ډالره رانيوله

روهي (څلورنۍ/۱۴مه د وږي)،کوکا کولا شرکت اعلان وکړ، چې تېره یکشنبه یې «کوسټا» د قهوې مشهوره کمپنۍ په ۵.۱ میلیارد ډالره رانيولې ده.
 
دا د کوکا کولا کمپنۍ د ستراتیژۍ یو نوی ګام دی.
 
د اتلانتا ګروپ هڅه کوي، چې نړۍ کې د ګاز لرونکو مشروباتو د مصرف کچه راکمه کړي.
 
کوکا کولا، چې پخوا يې د ګاز لرونکو مشروباتو او څښاکونو توليد پيل کړی، اوسمهال د قهوې د توليد بازار ته ننوځي.