مصر: قاهره کې هغه کس ونيول شو، چې د امريکا سفارت ته د لاسي بم غورځولو قصد يې درلود

روهي (درې نۍ/۱۳مه د وږي)، د رويټرز د راپور له مخې،د مصر امنیتي ځواکونو نن سهار پلازمېنه قاهره کې هغه کس ونیو، چې د امريکا سفارت ته يې د لاسي بم غورځولو قصد درلود.
 
عيني شاهدانو ويلي، يو کس يې «سمیرامیس» هوټل ته نژدې وليد، چې قاهره کې يې د امريکا سفارت ته لاسي بم ورغورځاوه او شاوخوا ساحه يې هم ټوله دود نيولې وه، چې وروسته امنيتي ځواکونه ددغه کس خوا ته ورغلل او هغه يې له پښو وغورځاوه.
 
قاهره کې د امريکا سفارت پر خپل ټویټرپاڼه ويلي، چې ددغه برید په اړه څېړنه کوي او له خلکو یې غوښتي، چې د سفارت ساحې ته له نژدې کېدو ډډه وکړي.