
روهي (درې نۍ/۱۳مه د وږي)، کرملين ماڼۍ د فرانسې د ولسمشر امانوئل مکرون هغه ادعا رد کړه، چې ويلي یې وو، د روسیې ولسمشر ولاديمیر پوتین د اروپايي ټولنې د ړنګېدو خوبونه ویني.
د کرملېن ویاند دمیتري پسکوف پرون دوشنبه دغه ادعا رد کړه او ویې ویل چې دا زموږ په ګټه ده، چې اروپا سوکاله او له ثبات څخه برخمنه وي.
د فرانسې ولسمشر تېره اوونۍ د سویډن ټلوېزیون ته ویلي وو، چې دی یو له هغو مشرانو څخه دی، چې له روسیې سره د یو نوي امنیتي او دفاعي مېکانیزم د رامنځته کېدو پر اړتیا تأکید کوي، خو پوتین د اروپایي ټولنې د ړنګېدو خوبونه ویني.