
د وروستي فصل يوڅوپاڼې
ژونددهيلواودردونوماتواونېکمرغيوهغه ناموزون تکراردى چې کله انسان دهستيوتراسمانه ورسو ي اوکله بياهمدامغروره انسان دخپل دغرورله نيلي راښکته کړي .
ژونددهدف اومبارزې نوم دى ، ژوندهغه ازمون ته ورته دى چې هره شېبه يې په تلاش اوهڅه کې تېرېږي دهدف اوزيارپه دې ډګرکې بياهغه څوک بريالي کېږي چې ددې ټولوناخوالو اوبدمرغيوپه وړاندې په ټينګه مبارزه وکړي . دژوندانه همداناموزونې شېبې ډېرځله دبشربرخليک ټاکي اودتاريخ پاڼې وګرځي داډول رنګينواودردونکو شېبو يوماهره عکاس اونځورګرښاغلي ګل رحمن رحماني هم دى چې په خپل هنري ځواک يې دژوندانه ډېرې شېبې انځورکړې دي
ښاغلي رحماني په خپلولنډوکيسو کې دافغاني ټولنې له ډېروناخوالواوناويل شوو خبرو پرده پوره کړې او ډېروهغو بې وسوانسانانو دزړه اوازونه اوهيلې يې په کې رانغښتې چې دپوره کېدوپه ارمان مړژواندې پرتې دي .
ستاسې په لاس کې دلنډوکيسوهمداټولګه دهمداډول ترخوحالاتوانځوردى ټولې نوې اوخوندورې کيسې دي چې ليکوال د١٣٨٠لمريز کال څخه راوروسته ليکلې په هره کيسه کې ليکوال هڅه کړې چې دخپلې کيسې لپاره نوې سوژې اوموضوعات راونغاړي په نوې بڼه يې بيان کړي اوله تکراري اوسولېدلوموضوعاتو ځان وساتي ډېرځله دټولنې ترخه واقعتونه دټولنيزودودونو اوزورواکوله وېرې پټ پاتې کېږي خو ښاغلي رحماني دخپلو کيسودکتاب لیکوال ګل رحمن رحماني دموضوعاتوپه ټاکنه کې له زورتياکاراخيستى دى ادبيان ژپه يې ورکړې . دلنډوکيسوترڅنګ دشعردرنګينې نړۍ سره هم اشنايي لري نوځکه خويې ماهرانه انځورګري ورکړې ده اودرازاونياز ډېرخواږه انځورونه يې پنځولي دهغه په ډېروکيسو کې هنري رنګ په واقعت ډېرزوروردى اويوپټ درداوڅوږ لني په کې نغښتې چې دکيسوداځانګړنه يې ماته دتکړه شاعر پيرمحمدکاروان لنډې کيسې رايادوي په کتاب کې ځينې داسې کيسې هم شته چې ليکوال په کې خپل هنري ځواک په پوره زور کارولى چې کيسو يې رومانتيک اوفلسفې رنګ غوره کړى .
په کتاب کې ټولې اولس خوږې کيسې راټولې شو ې چې هره يوه يې په لوستلوارزي . دولسمشرانديښنې کيسه داوسني حالت انځوروړاندې کوي اوزمو ږ دمشرانوهغه بې باوري چې ددوى سره دخپل ځان اوولس په اړه موجوده ده اوددواړه ترمينځ يې دېوال درولى وړاندې شوى ، مزدوري ديوه محصل کيسه ده چې څنګه په خپلودرسونوکې په مخ تللى اوهره جمعه دواټ پرغاړه درېږي اومزدوري کوي غوګو يوه بله کيسه ده چې په يوه دفترکې پېښه شوې دکيسې کرکټر دنورودخنداومسخروسبب کېږي بياپه لاره کې له موټره ښکته کېږي اوغوږ ترې غوڅېږي .سپين دېوالونه ديوه کلي نه دکليوالو دکو چېدوداستان دى چې بهرنيان يې دخپلې فوځي اډې دپراخولولپاره له کلي وباسي ،
دځنګل ماران ديوه شپانه خوندوره کليواله کېسه ده چې ښه شپېلې غږوي اوبيا څنګه دمارانو خوراک کېږي په کېسه کې هغه مشهور متل په اثبات رسېږي چې وايي(( دمارګير مرګ له ماره وي ))
وه دتورو غرو شپونکيه داديوه خواراوبې و زله شپونکي کېسه ده چې په يوه کلي کې دکليوالو دمهربانۍ لاندې رالوېږي خواخېر دبهرنيانو په بمبارۍ کې دخپلې رمې سره يوځاى و ژل کېږي په کيسه کې دکليوالي
ژوند خواږه انځورونه راغلي دي او داو سنو څومخو سياستوالو بې رحمانه کړنو ته هم پکې نغوته شوې
کتيبه ليکونکى دسو ژې په لحاظ ورستي فصل ته ورته يوه کېسه ده يو کتيبه ليکونکى هره شېبه دخپل مرګ فکر کوي هغه هره ورځ ډبرليکونه او شناختې ليکي اودځان لپاره يې له وړاندې يوه کتيبه ليکلې .
زنداني هم دافغاني ټولنې ديوه محروميت تت او ماهرانه انځور دى په دې کې يوکس په کلونو کلونو له کوره ورک او بندي وي کله چې دولسمشر د فرمان په اساس ازادېږي کورته ځي خو څوک يې نه پېژني بېرته نهيلى روانېږي او پړمخې رالوېږي په افغاني ټولنه کې اوس هم داسي کسان شته چې له کوره ورک دي شپه اوورځ يې دراتلو انتظار کېږي
وه شينوارې ماما! په بهرني هېواد کې ددوه افغان محصلينو دمسافرۍ داستان دى چې په څه ډول له يواو بل نه دتل لپاره بېلېږي اوخفه کېږي .
شهزاده هم ښکلي او په زړه پورې کېسه ده دادانسانانو ترمنځ دباور دنه شتون او دبې ځايه شکونو په باب ليکل شوې کېسه په پيل کې فوکلوري رنګ لري خوپايله يې دتوقع په خلاف وي
وروستى فصل ددې ټولګې مرکزي کيسه ده ديوه ورځپاڼه ليکونکي دنارامه ژوند ماهرانه انځورګري ده هغه يوه کېسه ليکلې چې خپله دى يې په ورستۍ برخه کي ورستي فصل ته ورته کېږي .
بې وطنه په پاکستان کې دمهاجرت په مهال ديو افغان هلک اوپاکستانۍ نجلۍ دمينې تت انځور دى چې دکرکې نه په مينه بدلېږي خودمينې لومړۍ ورځ يې دبېلتون لومړۍ ورځ شي .
دزخم نښه ديوې ښکلې خاطرې په بنسټ ولاړه کيسه ده چې په ښوونځي کې پېښېږي په کيسه کې جنګ رامينځ ته کېږي دوه ملګري زده کوونکي په ټولګي سره خفه کېږي لسګوه کلونه وروسته يوبل په يوه محفل کې وينې اودتندي دزخم په نښه يوبل پېژني چې پاى يې ډېرخوندوردى .
په زندان کې زېږېدلى ماشوم زموږ دهېواددزندانونوانځوردى اوپه زندان کې دماشومانوژوندڅرګندي چې دښوونې اوروزنې څخه بې برخې پاتې کېږي .
له وينې ترمينې داپه پوهنتون کې ديوه محصل کيسه ده چې يوې ټپې نجلۍ ته روغتون کې وينه ورکوي اوبياپه کيسه کې راځي چې له وينې څنګه مينه پيداکېږي .
زه نه غواړم نورپه هره کيسه خبرې وکړم ددې کيسولوستل اورېدونکوته پرېږدم چې قضاوت وکړي خداى دې وکړي چې دپښتوژبې زولۍ نوردشعرونوپه څېرله خوندورونثرونوهم ډکه شي په پاى کې ښاغلي رحماني ته ددې نوې ټولګې مبارکي وايم اوپه دې ډګرکې يې دلابريااوپرمختګ هيله کوم .
قلم يې روان اوتانداوسه .
مجيب رحمن احساس
ننګرهارپوهنتون
ليليه دويم بلاک ، څلورمه خونه
٦-١٢-١٣٨٨