
په غزني ولایت کې د داعش ډلې له لوري داوو هزاره توکمه افغانانو وژنه ښایي د هیڅ سالم عقل څښتن تایید نه کړي، که هر چا تر هر نامه لاندې ترسره کړي وي جنایت او وحشت دی.
په افغانستان کې د قومي او ژبني مسایلو پر اساس وژنې او تښتونې ساری نلري، ځکه له یوشمېر سیاسونو پرته ټول افغانان له یوبل سره د شریکو ارزښتونو او اسلامي ارشاداتو پر اساس تړلي او د قوم، ژبې ،مذهب او رنګ توپیرونه دوی نه بیل کړي او نه به یې هم بیل کړي.
خو له بده مرغه په افغانستان کې د بهرنیو استخباراتي ادارو له لوري د قوم او ژبې پر اساس د بیلتون خورېدونکی اور ته تر هر چا زیات په اصطلاح هغه مدني فعالان پوکی وهي چې په عصري دفترونو کې ناست دي او خلکو ته د رسنیو تر نامه لاندې له شته کانالونوذهنیت ورکوي.
دغزني له پېښې ورسته په ډيری ټولنیزو رسنیو کې مدني فعالانو ولیکل...من هزاره هستم....
داسمه ده چي په دغه پېښه کې وژل شوي ټول هزاره توکمه وګړي دي، خو له دغو ښاغلو دا پوښتنه کوم چې په ننګرهار کله داعش ډلې پښتانه د قوم مشران په ماین کېښنول او غوښې یې په هوا کې بادېدلې تا هغه وخت ولې همدغه راز غبرګون ونه ښود.
ښایي له نورو ګیله ونشي، خو همدا پښتانه فعالان لګیا دي دغه موضوع په یوه خاص قوم پورې تړي او نورو ته دا ذهنیت ورکوي ترهګر نور قومونه په نښه کوي.
داعش همدا اوس په زابل، هلمند، ننګرهار، کونړ او نورو سیمو کې څوک وژني؟
په تېرو دیارلسو کلونو کې همدغه بدمرغه ترهه ګرۍ ترټولو زیات پښتانه ووژل، یونسل یې له زده کړو بې برخې کړ او بیا همدغه قوم د ترهګرۍ په نامه محکوم او وځپل شو.
ترهګري قوم، مذهب او توکم نه پيژني هره ډله چې بې ګناه وګړي وژني وحشت خپروي او د خلکو ژوند ګواښي ترهګر دي اوپه یوه خاص قوم او ژبې پورې دهغوی تړل بیا ستر جهالت دی چې په لوی لاس د دوښمن ژرندې ته اوبه ورکوي.