
اسلام آباد یوځل بیا افغان حکومت ته د سولې رنګین سرابونه غوړولي،څو سولېدلې ژمنې په ژبه اوړي را اوړي او د جنګ په دغه ویړ میدان کې د جګړې استازي تګ راتګ کوي.
کابل په کاذ بو ژمنو ځانته ډاډ ورکوي او په اسلام آباد کې د چین،امریکا او پنجاب استازي د سولې د نوو مانور لپاره پر میز راټولیږي.
ارګ د واک د وېش پر سر په رسوا کېدونکې شخړه پر ده اچوي او د شرق اوغرب ترمنځ په پیل شوي نیابتي جنګ کې د وژل شوو افغانانو تازه شمېرې خپره وي.
د جنګیالیو تر وسلو لاندې دایسار اولس ډوېیدونکی غږ په ستوني کې بند پاتې دی او د وحشت تازه استازي د سرپرې کونې سیالۍ ترسره کوي.
د پاکستان له لمنې تازه راټوکېدلي جنګیالي دعراق او سوریې د جګړو نمایش په ننګرهار کې وړاندې کوي ، د تور غره په لمن کې دشپې له غیږې له هوا تور مخي جنګیالی ښکته کیږي،خو کابل د دغې نامریي جګړې افشا کونکي د اولس دوښمنان بولي.
طالب جنګیالي د زابل پرلمنه د خپل پاشل کېدونکي صف برخلیک ټاکي،خو پنجاب د جګړو له لیکو دهغوی د راګرځولو ډاډ ورکوي.
افغان اولس د سولې ترنامه لاندې د جګړې د شیطاني استازو اصلي څېرې ګوري او د کابل پر ړوند قضاوت د ملنډو تازه نمایش ته په حسرت ورګوري.
اولس ګوري چې د دغو استازو له لستوڼو مارانو سرونه ا یستلي ،خو د ارګ دغه مرګوني بارو ته یې له زړه وینی څاڅي.
د اسلام آ باد ماهرو مشرانو د افغانستان پر سینه د خپل بادار له لوري د راښکل شوی خط (ډیورنډ )سل کلن جعلي سند د کابل پر میز د نوې معاملې لپاره په مشروط ډول ایښی او لدې پرته د جنګ او سولې توازن بدلولو خیال اوهوس بولي.
کابل پر اساسي قانون د معاملې خبره سره کرښه بولي،خو ولسمشر افغانستان ته د جګړله امله را بې ځایه شوي قبایل وګړي پاکستانی مهاجر بولی.
په کابل کې د افغاني هویت د برخلیک پر سر روان بحث تر ملنډو رسیدلی او د دغه ستر ټاټوبي څو نمک حرامه بچي د افغان پر نوم د شرم احساس کوي.
د نظام بدلېدنې په چیغو سر یوشمېر ښاغلي د ټاکنو کمېسیون د خپلواکۍ په نوم روان اصلاحات دهیواد د پایښت لار بولي او د دغه یوازیني بنسټ د مساوي تقسیم لپاره ولسمشر ته تازه نوملړ سپاري.
د آریانا زاړه هډوکي د خپلو بچینو راتلونکي ته په حسرت ګوري ، دافغانستان په ملا کې تازه دردونه تیریږي او د دغه ستر ملت د تجزیې مرګونی خوب خپل ځانته تازه تعبیر لټوي.