قريشي: امريکا بايد د پاکستان ۳۰۰ ميليون ډالري ځنډېدلې مرسته ورکړي

روهي (درې نۍ/۱۳مه د وږي)، د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي ويلي، د پاکستان پوځ ته د امریکا د ۳۰۰ میليونو ډالرو مرستې د لغوه کېدو اړوند به له خپل امریکايي سیال مایک پامپیو سره خبرې وکړي.
 
قریشي وویل، دا موضوع به د امریکا د بهرنیو چارو له وزیر مایک پامپیو او د امریکا له لوی درستیز جنرال جوزیف ډانفورډ سره لیدنه کې، چې ټاکل شوې دوې ورځې وروسته اسلام اباد ته ورشي، یاده کړي.
 
نوموړي زياته کړې، چې دا پیسې مرسته نه ده، بلکې د پاکستان هغه پیسې دي، چې د ترهګرۍ پر ضد مبارزه کې یې لګولي دي، چې امریکا یې باید ورکړي.
 
د امریکا دفاع وزارت تېره شنبه اعلان وکړ، چې د پاکستان ۳۰۰ میليونه ډالره مرسته له دې امله وځنډېده، چې ياد هېواد د سختدریځو ډلو پر ضد اقدامات نه دي کړي.