ليبيا: وروستيو جګړو کې ۱۳۹ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

روهي (دوه نۍ/۱۲مه د وږي)، لیبيا کې د تیرو دوو ورځنیو جګړو له کبله بیړنی حالت اعلان شو.

په دغه دوه ورځنۍ جګړه کې طرابلس کې ۳۹ تنه وژل شوي او له ۱۰۰ تنو زیات ټپیان دي، چې ډېری یې ملکي وګړي دي.

حکومت د بیړني حالت د اعلان لامل د ملکي وګړو له مرګ ژوبلې څخه مخنیوی بللی دی.