خامنه اي: موږ جنګ نه غواړو، خو اړ يو چې له خپل هيواد او خلکو دفاع وکړو

روهي (دوه نۍ/۱۲مه د وږي)، د ایران مذهبي مشر ایت الله خامنه اي خپلو ځواکونو د تیارسي امر وکړ.
 
خامنه ايي ويلي، دوی جنګ نه غواړي، خو مجبور دي چې له خپل هیواد او خلکو څخه دفاع وکړي.
 
نوموړي وروسته له هغې پر خپلو ځواکونو د تيارسي امر وکړ، چې ایران پرون د بالیستيکي توغندیو د اخیستو خبر ورکړ.
 
ایراني سرتېرو داسې مهال د خپلو تجهیزاتو د پراخولو هڅې پیل کړي، چې له امریکا سره یې کړکېچونه او اقتصادي ستونزې ورځ تر بلې ډېريږي.