برازيل: يوه موزیم کې د اورلګېدنې له امله ۲۰۰ کلن پخواني اثار سوځېدلي

روهي (دوه نۍ/۱۲مه د وږي)، د برازیل پلازمینې یوه موزیم کې د اورلګېدنې رامنځ ته کېدو له امله ۲۰۰ کلن ۲۰ ميليونه بېلابېل پخواني اثار سوځېدلي دي.

اورلګیدنه کې تراوسه چاته د زیان اوښتو خبر نه شته، خو موزیم په بشپړه توګه ويجاړ شوی دی.

د برازیل ولسمشر مایکل ټیمر دغه موزیم د پخوانیو امپراطورانو مرکز ياد کړی دی.

تردې مهاله د اورلګېدنې لامل نه دی معلوم شوی، خو په اړه یې پلټنې روانې دي.