هالنډ: د دوو امریکايي اتباعو په ټپي کېدو تورن افغان ځوان نن محکمې وړاندې کيږي

روهي (دوه نۍ/۱۲مه د وږي)، د جاويد اېس په نوم هغه ۱۹ کلن افغان ځوان چې د هالنډ امستردام ښار د ریل په مرکزي تم ځای کې يې د دوو امریکايي اتباعو په ټپي کولو تورن شوی و، نن دوشنبه د هالنډ یوې محکمې ته وړاندې کېږي.
 
د امستردام پولیسو ویلي، چې جاوید اېس نن قاضي ته وړاندې کېږي او د محکمې د بهیر تر پای ته رسېدو مخکې په ‎دې تړاو نور جزئیات نه ‎شي ورکولای.
 
تېره جمعه دغه افغان د امستردام د ریل په مرکزي سټیشن کې دوه امریکايي وګړي په چاړه ووهل او پولیسو نوموړی په ډزو ټپي کړ، چې تر پېښې وروسته ددغه سټیشن څخه زرګونه سیلانیان وایستل شول.
 
۱۹ کلن جاوید د جرمني د اوسېدو اسناد لري او د هالنډي مقاماتو په خبره، د جرمني پولیسو پرون یکشنبه د هغه پر کوره چاپه هم وهلې ده.