ويليسمن: د افغانستان داعش ‌‌‌‌‌‌ډله برتانيا ته هم ګواښ پېښوي

روهي (دوه نۍ/١٢مه د وږي)، د انګلستان دفاع وزیر ګوین ویلیمسن وايي، داسې شواهد شته، چې افغانستان کې د داعش جنګیالي نه یوازې د برتانیا ترهګریزو ډلو سره، بلکې اروپا کې مېشتو سختدريځو ډلو سره هم اړیکې لري.
 
نوموړي ویلي، موږ وينو چې دغه ترهګريزې ډلې برتانیا ته هم خطر پېښوي، خو زموږ هدف دادی، چې د مانچسټر برید بیا تکرار نه شي.
 
وړاندې افغانستان کې د ناټو پخواني قوماندان هغه څرګندونې رد کړې، چې ګواکې داعش ډله افغانستان کې د وړاندې تګ په حال کې ده.