لکه د ژمي مازيگر
څه سترگو رپ کې لاړي
څه په تياروکې ډوب شوي
څنگه د مور غيږه وه
اوس يې ارمان کومه
په ډير افسوس وايمه
زما ماشومتوبه څه شوې
زما ليونتوبه څه شوې
څه د خندا ورځې وې
هم په ژړا ورځې وې
نه په ژړا پوهيدم
نه په خندا پوهيدم
فرق مي ځوانۍ او
ماشومتوب کې دادې
اوس په مطلب د ژړا
او خندا له مخکې ښه پوهيږم
يواځې افسوس مې دادې
که مې اشنا لاړ شې نو بيا به راشي
خومگر ماشومتوب که لاړ
نو بيا به کله راشې
زه به ارمان کومه
د ژوند اخيره پورې
بس دا ارمان به مې وې
کاش ماشومتوبه راشې
وروستي