
روهي (يوه نۍ/١١مه د وږي)، د سوريې پلازمېنې دمشق ته نږدې پوځي هوايي اډه کې تېره شپه زوروې چاودنې وشوې.
خو د سوريې چارواکي دغه چاودنې د اسرائیل هوايي بریدونه ګڼي.
هاخوا دولتي رسنيو ويلي، چې دغه چادونې یوه غرني سلاکوټ کې د تخنیکي ستونزو له امله شوي دي.
سوريه کې د بشري حقونو د څار ډلې مشر رامي رحمان رسنيو ته ويلي، چې د ماز پر هوايي اډه چې یو غرنی سلاکوټ دی، احتمالاً د اسرائیل توغندي لګېدلي دي.
رحمان زياته کړې، چې دغو چاودنو کې مرګ ژوبلې هم پېښې شوي، چې تراوسه يې په اړه معلومات نه شته.