هند: ممبي ښار کې د افغانستان او هند سوداګریزو توکو ته نندارتون جوړېږي

روهي (نۍ/۱۰مه د وږي)،د افغانستان د سودګرۍ او صنایعو وزارت وايي، تر راتلونکو څو ورځو پورې به د هند ممبي ښار کې د افغانستان-هند ترمنځ يو سوداګريز نندارتون جوړ شي.
 
د ياد وزارت ویاند مسافر قوقندي نن شنبه رسنيو ته وویل، چې دغه نندارتون کې د افغانستان بېلابېل کورني تولیدات نندارې ته وړاندې کېږي، چې د پرانيستې مراسمو کې یې د دواړو هېوادونو لوړ رتبه چارواکي هم برخه اخلي.
 
قوقندي وايي، د ياد نندارتون د جوړولو هدف، د افغانستان کورني تولیداتو ته د بهرنیو پانګوالو او سوداګرو پام راجلبول دي.
 
د نوموړي په خبره، د افغانستان او هند دغه سوداګریز نندارتون کې د ګډون لپاره د بېلابېلو هېوادونو سوداګرو ته هم بلنلیکونه استول شوي، څو په خپل ګډون سره د افغانستان د کورنيو تولېداتو اړوند معلومات ترلاسه کړي.