د امریکا بهرنیو چارو وزیر سوریې او روسیې ته خبرداری ورکړ

روهي (نۍ/۱۰مه د وږي)، د امریکا بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیوسوریې او روسیې ته خبرداری ورکړ، چې راتلونکو څو ورځو کې ادلیت ولایت کې، چې د یاغي ډلو تر ولکې لاندې وروستی ولایت دی، هر ډول یرغل به د سوریې د کورنۍ جګړې زیاتېدو سبب وګرځي.
 
هاخوا د راپورونو له مخې، ادلیب ولایت کې د بشارالاسد د حکومت مخالف وسله وال پلونه نړوي او تونلونه کاږي، څو د حکومتي ځواکونو لخوا د هغو پوځي عملیاتو په وړاندې چمتووالي ونیسي، چې د سوریې او روسیې مشرانو یې په اړه خبرداری ورکړی دی.
 
د امریکا بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو پرخپل ټوېټرپاڼه لیکلي: «امریکا دې اقدام ته د سوریې په کړکېچ کې، چې لا د مخه خطرناک حد ته رسېدلی، د لا زیاتوالي په نظر ګوري.»