
روهي (نۍ/١٠مه د وږي)، د هالنډ پولیس وايي، دغه ١٩ کلن افغان ځوان، چې د جرمني اقامه لري، پرون امستردام ښار کې دوه تنه د چړې په واسطه زخميان کړل.
پولیسو ويلي، د پېښې په تړاو څېړنې روانې دي او ددغه برید هر اړخیزه څېړنه کوي.
دغه برید داسې وخت کېږي، چې د هالنډ مخالف ګوند هوډ درلود، چې د حضرت محمد مصطفی (ص) د کارټونونو ننداره جوړه کړي، چې په نړيواله کچه له سختو غبرګونونو سره مخ شول.