
روهي (نۍ/۱۰مه د وږي)، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ګواښ وکړ، چې امریکا به له نړيوال تجارتي سازمان څخه وباسي.
ټرمپ د بلومبرګ خپرونې سره د خبرو پرمهال د سوداګرۍ نړيواله اداره تورنه کړه، چې له امریکا سره ښه چلند نه کوي.
هاخوا مسکو کې د روسیې د اقتصاد وزیر وويل، چې که امريکا سوداګریزو مخالفتونو کې له اصولو څخه سرغړونه وکړي، نو په اقتصادي توګه به وځورېږي، په داسې حال کې چې د سوداګرۍ نړیوالې ادارې د ۶۴ غړيو هېوادونو ترمنځ سوداګريز مخالفتونه راپورته شوي دي.
ټرمپ د روان ۲۰۱۸م کال جولای مياشت کې هم ورته خبرداری ورکړی و، چې د سوداګرۍ نړيوالې ادارې له چارواکو يې غوښتي وو، چې خپل چلند بدل کړي.