د مثنوي پیل

د شپیلۍ کیسه واوره ، چې څنګه له بیلتون څخه شکایت کوي ، شپیلۍ به تاته ووايي:  له هغې ورځې څخه چې له نیستان څخه راپرې شوم  بیا په کرار نه یم پاتې شوې او له کریغو مې ښځې او نر په ځګروي راغلي ، کله مې د بیلتون درد سینه چاکه کړې او د وصل اشتیاق مې ترې ښکاري ځکه هر څوک ، چې له خپله اصله جدا شي یووخت بېرته خپل اصل ته د رسیدو لپاره ورګرځي . زه له بیلتون رادیخوا له هرچا سره مل شوم ، هر ډول خلکو ته مې فریاد وکړ، له بد حاله او خوشحاله خلکو سره ملګری شوم ، هر څوک د خپل ګومان او د خپلې غوښتنې لپاره له ماسره ملګري وو ، هیچا زما د زړه ریښتنی درد احساس نه کړ او چا مې له سوزو ساز پرده پورته نه کړه او په رازونو مې پوه نه شول . حال دا چې زما راز زما له فریادونو څخه لرې نه دی خو د روح سترګې او غوږونه غواړي ، چې صاحبدل خلک پرې وپوهیږي . روح له تنه او تن له روحه بیګانه او لرې نه دي . خو د روح پالل او پلټل د چا نه زده . د شپیلۍ فریادونه تش باد مه ګڼه ، ډیر پټ اورونه په کې نغښتي او څوک ، چې دا اور نه لري نیست دې وي . دا اور د مینې اور دی ، د مینې لمبې د شپیلۍ په غږ کې پیچي او د شرابو جوش له مینې څخه دی . څوک چې له مینې پردی شي شپیلۍ ورڅخه کرکه کوي ، د هغې د ساز په هره پرده کې د رازونو ډیرې پردې پریوځي، د شپیلۍ شور مستي راولي او جانانه ملګرتوب یې په دنیا کې نشته . شپیلۍ د عشق دلارو کیسې کوي د مجنون د لیونۍ مینې حکایتونه اوروي . تر څو له ځانه پردی نه شې او د روح په غوږ یې وانه ورې  له شپیلۍ به خوند وانه خلې . ډیرې ورځې دشپیلۍ سوزوساز د روح ملګری وي . دا ورځې ضایع کیږي نه بلکې د انسان د روح ښیښه پاکوي . دشپیلۍ له ساز څخه هر څوک اوبه څښي . ځینې پرې مړیږي خو د عشق کبان تل په کې لامبي او ژوند یې په همدې اوبو پورې تړلی دی . خام خلک به د عشق په اور د پخو شوو خلکو حال او مقال ونه پیژني ، هر څومره ، چې ورته ووایې په مینه نه پوهیږي ، نو ښه به دا وي ، چې خبرې را لنډې کړو او هغوی په خپل حال پریږدو .