د اسلامي کنفرانس سازمان

  د اسلامي کنفرانس د سازمان شاليد 
د اسلامي کنفرانس تاسيس
د اسلامي کنفرانس غړي هېوادونه  
د اسلامي کنفرانس ناظر غړي
د اسلامي کنفرانس د سازمان اداري او تنظيمي جوړښت
د اسلامي کنفرانس اړونده ارګانونه
د اسلامي کنفرانس موخې
د اسلامي کنفرانس سرمشريزې
د اسلامي کنفرانس د سازمان مشران
افغانستان او اسلامي کنفرانس
په اسلامي کنفرانس کې دغړيتوب ستونزه
د اسلامي کنفرانس ګانده ( راتلونکى )
  
 اسلامي امت یو هېواد نه دی ، چې ستونزې یې په ګوته شي او دحل لارې چارې یې ولټول شي . د اسلامي کنفرانس سازمان له اوه پنځوس هېوادو څخه جوړ شوی ۲۶ یې افریقایې او ۲۵ یې اسیایې او ۱ اروپایې او دوه نور یې د لاتینې امریکا سورینام او ګویانا هېوادونه دي .  له زر میلونو څخه زیات مسلمانان ورته منسوبیږي . که چیرې د غړو هېوادو تر منځ د ګروهې (عقیدې ) مشترک قاسم او ،  یو څه نسبي ګټې شتون لري نو پردې سربیره هر هېواد ځان ته جلا ملي او هېوادنۍ ګټې لري دغو هېوادو ته به شونی نه وي ، چې په اسانه ورڅخه تیر شي همدا لامل دی  ، چې د اسلامي کنفرانس سازمان په تیرو دوه دیرشو کلو کې دخپلو هېوادوالو غوښتنې او هیلې پر ځای نه کړې . وړاندې له دې ، چې د اسلامي کنفرانس پر پیژندلو پیل وکړو غوره به وي ، چې هغه لاملونو ته تم شو ، چې ولې دغه سازمان رامنځ ته شو ؟ موخې یې څه دي ؟ غړي هېوادونه یې کوم دي ؟ له افغانستان سره یې اړیکې څرنګه دي ؟ د همدې سازمان په اړه دمصر او سعودي عربستان پټه سیالي او نورې هغه خبرې ، چې له دغه سازمان سره تړاو لري :
که چیرې د اسلامي ټولنو تاریخ ته ځیر شو وبه ګورو ، چې په دغو ټولنو کې د پان اسلامیزم نظریه ډیره پیاوړې وه خو په معاصره نړۍ کې دمسلمانانو د اتحاد اویووالي نظریه د لومړۍ نړیوالې جګړې څخه راوروسته او په ځانګړې توګه په اسلامي نړۍ کې یو څه اوښتونونه رامنځ ته شول دبیلګې په توګه  د عثماني خلافت سقوط شو او په ختیځ کې یو شمیر اسلامي هيوادونه د انګلستان له ښکیلاک سره مخامخ شول . له دې وروسته د اسلامي خلافت خبره رامنځ ته شوه دغې امپراطورۍ په ۱۹۲۴ د مارچ په ۳ مه سقوط شوه او د تاریخ یوه برخه وګرځیده . دغه مهال د مسلمانانو تر منځ اړیکې نوي پړاو ته ورننوتې . د مسلمانانو تر منځ نوې سیاسي هلې ځلې پیل شوې تر څو وکولای شي اسلامي خلافت بیا را ژوندې کړي . مصری لیکوال احمد ابو الحسن زرد د اسلامي کنفرانسونو تاریخي او فکري ریښې تر سرلیک لاندې کاږي « سید جمال الدین افغان ددغه وړاندیز روحي پلار ګنل کیږي نوموړی د مسلمانانو د یو والې په اړه د العروه الوثقی په نهمه ګڼه کې ، چې د ۱۸۸۴ / ۵ / ۲۲ مه نېټه خپره شوې لیکي : زه دا نه وایم ،  چې د ټولو کارونو واګې دې د یوه سړی په لاس کې وي کیدای شي دا به ناشوني هم وي ، خو د ټولو واکمن  دې قران وي او د راټولیدو سبب دې دین وي . هر یو دې په خپل ټاټوبي کې واکمن وي خو تر خپلې وسې دې کوښښ کوي ، چې هغه بل وساتي ځکه ، چې دده ژوند او پایښت  د هغه  له ژوند او پایښت سره تړلې دې » 
د همدې موخې لپاره یو شمیر کنفرانسونه او  غونډې وشوې په دې ټولو کې پردې خبره ټینګار کیده ، چې د مسلمانو هېوادو تر منځ دې سازمان جوړ کړل شي . له دغه اوسني سازمان څخه وړاندې ،چې کومې هڅې شوي کولای شو ، چې په درې برخو یې وویشو : ۱- د جنګ پرمهال
۲-  دویمه نړیواله جګړه او پایلې یې .
۳- له دویمې نړیوالې جګړې را وروسته مهال .
د لوستونکو د لا زیاتو معلوماتو لپاره به په لنډه توګه هغه هڅې دلته ذکر کړو ، چې په پورته دریوو پړاونو کې تر سره شوي .
۱- د جنګ پر مهال : د جنګ پرمهال د اسلامي نظریې د پراخولو او د ملاتړو موندلو په موخه  بیلا بیلې هلې ځلې تر سره شوې ، چې څرنګه دوی وکولای شي د یوې سیاسي ایډلوژۍ په توګه دغه خبره مطرح کړي . ددغې موخې لپاره ډيرې هڅې وشوې یو څو مهمې یې په دې توګه دي :
 د مکې کنفرانس په ۱۹۲۴ ز کې جوړ شوی و .
 د قاهرې کنفرانس په ۱۹۲۶ ز کې جوړ شوی و .
 د بیت المقدس کنفرانس په ۱۹۳۱ز کې جوړ شوی و .
 د ژینو کنفرانس په ۱۹۳۵ز کې جوړ شوی و . (۱)
د مکې کنفرانس د شریف حسین په ملاتړ رامنځ ته شو نوموړي غوښتل ، چې د اسلامي خلافت له سقوط وروسته ځان د خلیفه په توګه ونوموي او ملاتړي راپیدا کړي . ددغه کنفرانس ډیری غړي عربي هېوادونه وو . برخوالو ایله دومره وکړل ، چې عربي یې د کنفرانس رسمي ژبه اعلان کړه او ژمنه یې وکړه ، چې دغه هېوادونه به هڅه کوي ، چې عربي د نورې اسلامي نړۍ رسمي ژبه شي .(۲) په زړه پورې داده ، چې په دغه کنفرانس کې د اسلامي خلافت په اړه هیڅ خبرې ونه شوې . د ۱۹۲۴ز په اکتوبر کې ، چې کله عبدالعزیز بن سعود د مکې حاکم شریف حسین له واک لیرې کړ حسین له ناچارۍ قبرس ته وتښتید او هغه څه پېښ شول ،چې ده یې اټکل هم نه کاوه .
 د قاهرې کنفرانس دوه کاله وروسته د مکې له  کنفرانس څخه وروسته جوړ شو د مصر پاچا فواد ځان د مسلمانانو دخلیفه په توګه کاندیداوه ددې کنفرانس اصلی نوښتګر د الازهر پوهنتون و د کنفرانس ګډونوال د خلافت پر سیستم او میکانیزم سره سلا نه شول او کنفرانس پرته له کوم پریکړه لیک پای ته ورسید .
 نوموړی کنفرانس له ډیرو بحثونو او ارزونو څخه دې پایلې ته ورسید ، چې د ملي حکومتونو له تشکیل وروسته به د خلافت خبره ډیره ستونزمنه وي ددې پر ځای د مسلمانانو تر منځ د اتحاد او یووالي د خلافت له غوښتنو څخه دی . د مکې کنفرانس د ابن سعود په غوښتنه راوبلل شو تر څو په ۱۹۲۴ ز کې دده په وسیله د رامنځ ته شوي حکومت په اړه له ګډونوالو سره خپل نظر شریک کړي . له اره خو دده موخه دخپل حکومت لپاره د سیاسي مشروعیت تر لاسه کول  و . کله ، چې په ۱۹۲۶ز کې دغه کنفرانس په مکه جوړ شو ابن سعود اعلان کړه ، چې د حجاز حکومت ته نه ښايي ، چې د کنفرانس په چارو کې لاسوهنه وکړي . په کنفرانس کې په اقتصادي مسایلو ډیر ټینګار وشو او د ټولو هغو موضوعاتو مخه ونیول شوه ، چې د مسلمانانو د بې اتفاقۍ لامل ګرځي .
 د اسلامي کنفرانس په تاریخ کې دغه لومړنی هغه دی ، چې د نړیوال اسلامي سازمان یو څه جوړښتونه یې د طرحې په بڼه وړاندې کړل . د بیلګې په توګه په سیمینار کې غړیو هېوادونو دا لېوالتیا وښودله، چې په مکه مکرمه کې دکلنیو غونډو لپاره یوه دار الانشاء جوړه شي . او د چارو د لاسمون لپاره یې د نړیوال اداري کمیسيون وړاندیز هم وکړ دغه وړاندیزونه او طرحې یوه هم پلی نه شول خو د اسلامي کنفرانس د رامنځ ته کیدو لومړنۍ  هڅې یې بللی شو. (۳)
شکیب ارسلان یې د کنفرانس د دارالانشاء د رئیس په توګه وټاکه . د بیت المقدس کنفرانس د القدس د مفتي آمین الحسیني په غوښتنه او سپارښتتنه را وبلل شو موخه یې په فلسطین کې د اسراییلو د حکومت جوړونې مخنیوي و،  الحسینی په فلسطین کې د برتانیې له لوړرتبه قومندان سره دا منلې وه ، چې په سیمینار کې به یوازې دینې مسلې څیړل کیږي خو د نامعلومو لاملونو له مخې د سیمینار برخوالو خپلې سیاسي او شخصي غوښتنې مطرح کړې سیمینار پر یوه سیاسي غونډه واوښت او د ټولې اسلامي نړۍ ستونزې په ځانګړې توګه د فلسطین هغه یې په بر کې ونیولې . سیمینار وتوانیده ، چې د عربي اومسلمانو هېوادو ملاتړ راخپل کړي او له یهودو سره د جنګ اعلان وکړي  . سیمینار د ایران یو پخواني لومړی وزیر ضیاء الدین طباطبایی د منشي په توګه وټاکه ، پریکړه وشوه، چې سیمیناربه  په هرو دوو کلو کې یو ځل سره راټولیږي او د بیت المقدس په ښار کې به ځان ته دار الانشاء جوړوي . په ۱۹۳۶ ز کې د اعرابو د اوښتون لامله انګلیسانو د سیمینار د دایریدو مخه ونیوله. (۴) 
دژینو کنفرانس د مصري لیکوال محمد سلیم د هڅو په ترڅ کې په پاریس کې  رامنځ  ته شو نوموړي په ۱۹۳۱ ز کې د بیت المقدس په کنفرانس کې هم ونډه اخیستې وه . سليم غوِِښتل ، چې د نړۍ مسلمانان دې ته چمتو کړې ، چې د اروپايي مسلمانانو په کنګره کې ونډه واخلي نوموړې د شکیب ارسلان له ملاتړ څخه برخمن و د کنفرانس له جوړیدو څخه د سلیم موخه دا وه ، چې د اروپایې مسلمانانو او نورو هغو ، چې د نړۍ په نورو برخو کې ژوند کوي یو ټولنیز، اقتصادي او دیني سازمان جوړ شي . خو شکیب ارسلان سویسي مقاماتو ته د کنفرانس موخې بل ډول په ګوته کړې وې : « په اروپا کې د مسلمانانو تر منځ د همکارۍ او مرستې د روحیې رامنځ ته کول ... او د دوی ترمنځ د عمومي فرهنګ  دودل  اونور...  » (۵) دکنفرانس دتدویر چارې د شکیب ارسلان پر غاړه وې په کنفرانس کې د پخواني شوروي اتحاد ، فلسطین او شمالي افریقا د مسلمانانو ستونزې  وڅيړل شوې  او په شفاهي بڼه یې یهود وغندل (۶) کنفرانس کومه د پام  وړ پایله نه درلوده ډیری خبرې پردې وشوې ، چې مسلمانان باید ګډې تګلارې ولري .
د دويمې نړيوالې جګړې پر مهال : 
 د دویمې نړیوالې جګړې پر مهال د مسلمانانو د وحدت او یووالي  اروپايي ځواکمن اړخونه دې ته متوجه کړي وو .  د جګړې دواړو اړخونو کوښښ کاوه، چې دمسلمانانوملاتړ راخپل کړي او له دغه وحدت او یووالي  څخه په خپله ګټه  کارو اخلي . ددغې موخې د تر لاسه کولو لپاره کنفرانسونه ، غونډې ،سازمانونه او ټولنې جوړې شوې د اسلام او مسلمانانو د دفاع لپاره یې دا هرڅه په کار واچول په دې اړه د پام وړ پورته شوي ګامونه په دې توګه دي :
۱- په ۱۹۳۸ ز کې له فلسطین څخه د دفاع په موخه د مسلمانو او عربي هېوادونو  پارلماني کنګره جوړه شوه .
۲- دجاپاني مسلمانانو لویه ټولنه : دغه ټولنه په ۱۹۳۰ ز کې په جاپان کې جوړه شوه د هغه مهال ډیر سازمانونه او ټولنې یې په بر کې نیولې .
کنګره د محمد علي الوبا د هڅو په ترڅ کې رامنځ ته شوه په دغه کنګره کې نوې خبره داوه ، چې عرب ملتپال هم ورسره مل شول .
د جاپان د مسلمانانو لویه ټولنه د عبدالرشید ابراهیم له خوا رهبري کیده ، ټولنه د جاپان حکومت په رسمیت پیژندلې وه . او حکومت ورسره وخت نا وخت مالي مرستې هم کولې  . د دویمې نړیوالې جګړې پرمهال د ۱۹۴۰ ز په لومړیو کې ټولنې اعلان وکړ ، چې د جنګ په شرایطو کې د کنګرې راغوښتل شوني نه دي تر دویمې نېټې پورې کنګره شاته وغورځیده خو تر ننه دغه ټولنه په عملي توګه له فعالیته لویدلې ده .
له دويمې نړيوالې جګړې را وروسته مهال .
 له دویمې نړیوالې جګړې را وروسته اسلامي نړۍ د خپل سیاسي ژوند نوی  پړاو ته ورننوته دغه نوې پړاو داسې ځانګړنې لري ،چې یوازې له اسلامي نړۍ سره تړاو لري ، چې یو څه یې په دې توګه دي :
 ۱- یو شمیر سیمې د اسلامي هېواد په نوم نوې راوزیږیدلې  .
۲- له یهودو نیواکګرو سره د فلسطین د خلکو مبارزې .
۳- د اسلامي نړۍ په زړه کې د اسراییلو په نوم د نوي هېواد رامنځ ته کیدل .
۴- په نړیواله کچه د نوي سیاسي خوځښت په توګه د ملتپالو او نشنلیستانورا څرګندیدل .
۵- د پان اسلامیزم د نظریې راڅرګندیدل ، د وخت په تیریدو ددغې نظریې نوښتګر په دې باور شول ،چې دوی باید په نړیواله کچه ډیر تبارز وکړي او د اسلامي بلاک د جوړیدو اعلان یې وکړ . له دویمې نړیوالې جګړې را وروسته د اسلامي هېوادونو له سترو موخو څخه یوه دا وه ، چې څرنګه دغې موخې ته ورسیږي یو شمیر هېوادونه او نامتو څیرې  ددې لپاره لاس په کار شول، ځینې مهم یې په دې توګه دي :
۱- د ۱۹۴۷ز په لومړیو کې مصر هڅه وکړه ، چې د مسلمانانو یوه نړیواله ټولنه رامنځ ته کړي . دغه مهال د نوي رازیږیدلې پاکستان لومړي واکمن محمد علي جناح له مصر څخه لیدنه کوله مصر دی  له خپل دغه نیت څخه خبر کړ، ده هم د خپل هېواد له سیاسي کړیو سره دغه خبره شریکه کړه .
۲-  عبدالعزیز بن سعود هم د اسلامي بلاک له نظریې سره لېوالتیا وښودله اوخپل سلاکار ( جان پیلبي ) یې هند ته واستا وه تر څو ددې هېواد سیاسي مشرانو او مسلمانانو سره وګوري او ددغسې یو سازمان په  رامنځ ته کولو کې ورسره مرسته او ګډون وکړي .
۳- چوهدري خالق الزمان ، چې د پاکستان د فعالو اوهڅاندو مسلمانانو له ډلې څخه و او په پاکستان کې یې د ( مسلمانو خلکو ټولنه ) جوړه کړې وه هم غوښتل ، چې د خپلو تجربو په رڼا کې د اسلامي بلاک رامنځ ته کیدو ته زمینه برابره کړي . د همدې موخې د تر لاسه کولو لپاره نوموړي د ۱۹۴۹او ۱۹۵۲ ز تر منځ یو شمیر  عرب او ناعرب هېوادو ته سفر وکړ تر څو وکولای شي ، چې ددغسې یو بلاک د  جوړیدو په اړه د دغو هېوادو ملاتړ راخپل کړي خو په دغه برخه کې یې د پام وړ پرمختګ ونه کړ .
۴- په ۱۹۴۹ز کې د اردن پاچا سلطان عبدالله د(زرغون  هلال ) تر سرلیک لاندې د اسلامي بلاک د رامنځ ته کولو وړاندیز وکړ . دده وړاندیز دوې برخې درلودلې : په لومړې پړاو کې د سیمې درې مهم هېوادونه سوریه ، اردن او عراق دې د عربو د مهمو هېوادو په استازیتوب سره متحد شي په دویم پړاو کې دې  ترکیه او پاکستان د اسلامي بلاک له سازمان سره یو ځای شي . دده له مرګ سره سم دغه وړاندیز هم عملي بڼه خپله نه کړه په ۱۹۵۲ز کې د پاکستان دبهرنیو چارو وزیر ظفرالله خان د دویم ځل لپاره ورته وړاندیز وکړ خو داسې کومه د پام وړ لاسته راوړنه یې نه درلوده . (۷)
۵- عمومي اسلامي کنفرانس : دغه کنفرانس په ۱۹۵۲ز کې د مصر ، سعودي عربستان او پاکستان په هڅو جوړ شو تګلار یې په ۱۹۵۶ز په رسمي توګه د موسسو غړو له خوا لاسلیک شوه . ددغه کنفرانس لپاره ډیرې سیاسي او ایډيالوژیکې موخې په نښه شوې وې خو کارونه او هڅې یې یوازې په  فرهنګي او ښوونیزو  هغو پورې محدودې شوې لکه د نړۍ په هر ګوټ کې د اسلامي مرکزونو جوړونه ، اسلامي او نا اسلامي هېوادو ته د زده کړو لپاره د محصلینو استول او له مسلمانو محصلینو سره مالي مرسته دا د کنفرانس فرهنګي او ښوونیزې موخې وې . کنفرانس ونه توانیده ، چې خپلې موخې تر لاسه کړې او له دې وروسته هیڅ یو اسلامي هېواد یې غړیتوب ته زړه ښه نه کړ . پاکستان په ۱۹۵۷ز کې له دغه کنفرانس څخه  ووت  وروسته بیا د مصر او سعودي عربستان تر منځ د اختلافاتو لامله په ۱۹۵۸ز کې عمومي اسلامي کنفرانس له منځه ولاړ . مصر اړ شو ، چې په کور دننه د ( اسلامي اړیکو عالي شورا ) په نوم یو کورنۍ سازمان رامنځ ته کړي .
۶- د اسلامي نړۍ ټولنه :  دغه ټولنه په ۱۹۶۲ ز کې د سعودي عربستان له خوا رامنځ ته شوه او موخه یې د مصر د انقلابي ملتپالو د هڅو او فعالیتونو مخنیوي و .
دغې ټولنې دوه کارونه تر سره کړل ،چې وار له مخې یې د اسلامي کنفرانس رامنځ ته کیدو ته  لار هواره کړه :
الف : نوموړې ټولنې وکولای شو ، چې د اسلامي هېوادونو په اساسي قانون کې د اسلامي وحدت او یو والي نظریه ځای پر ځای کړې .
ب :  په ۱۹۶۴ز کې ټولنې د اسلامي هېوادونو مشران دې ته چمتو کړل ،چې په یو مسلمان هېوادکې دې سره راټول شي او د اسلامي نړۍ ستونزې دې وڅیړي او د حل لارې چارې دې ورته په ګوته کړي . (۸)
د اسلامي کنفرانس تاسيس
لکه څرنګه ، چې وړاندې یادونه وشوه د اسلامي نړۍ ټولنه د سعودي عربستان  تر بشپړ واک لاندې وه او په ۱۹۶۴ز کې یې د اسلامي هېوادو له مشرانو څخه وغوښتل ، چې په یوه اسلامي هېواد کې سره راټول شي او د مسلمانانو ستونزې وڅیړي . دغې ټولنې د سعودي عربستان له پاچا فیصل څخه وغوښتل ، چې ددغې موخې د ترلاسه کولو لپاره ورسره لازمه همکاري او مرسته وکړې له همدې امله فیصل  ګڼو اسلامي هېوادو ته سفرونه وکړل او د اسلامي هېوادونو د مشرانو د ناستې خبره یې ورسره شریکه کړه . ایران او سومالیې له دغه وړاندیز څخه تود هرکلی وکړ او یو شمیر نورو هېوادونو په نه زړه دغه وړاندیز ومانه ، انقلابي هېوادونو لکه  مصر ، سوریې ، عراق او الجزایر  دغه وړاندیز رد کړ ، ان تردې ، چې مصر له دغه ناستې سره دومره مخالفت وښود ، چې ددغه وړاندیز پر وړاندې یو عربي خوځښت پیل کړ ، چې  ددغې ناستې مخه ډب کړې ، مصر ګومان کاوه  ، چې دا د عرب ملتپالو او نشنلیستانو په ضد یو خوځښت دی او په عربي نړۍ کې د لویدیځ د ګټو د خوندي کولو په موخه رامنځ ته شوی .
د مصر او سعودي عربستان تر منځ سیالي د اسلامي نړۍ د مشرۍ په سر د سړې جګړې یو ډول و ، چې مصر دغه جګړه بایلوده او عربستان په دغه سیالۍ کې میدان وګاټه وروسته مصر اړ شو ،چې له مخالفته لاس واخلي (۹)
د اسلامي هېوادو مشران پر  ۱۹۶۹ / ۹ /۲۵ مه نېټه د المغرب په پلازمینه (الرباط) کې سره راټول شول او د اسلامي کنفرانس د سازمان لومړنۍ ناسته له دې ځایه پیل شوه
ددغې ناستې لامل پر ۱۹۶۹ / ۷ / ۲۱ مه د یوه  متعصبه یهودي په لاس د بیت المقدس  سوځول و داسې ویل کیدل ،چې د کنفرانس غړي هېوادونه به دغه ډول یو اقدام وغندي . سعودي عربستان او مراکش ډیر کوښښ کاوه ،چې دغه ناسته تر سره شي ترڅو نړیوالو ته وښايي ، چې مسلمانان د بیت المقدس سوځولو قهرولي  دي .
د ۲۵ هېوادو مشرانو د پلاویو په سر کې په دغه کنفرانس کې ګډون وکړ او د فلسطین  ازادي غوښتونکي خوځښت په کنفرانس کې د میلمه په توګه ونډه واخیستله (۱۰) په دغه کنفرانس کې بحثونه په دریو محوري مسلو راڅرخیدل د بیت المقدس سوځول ، د اسرائیلو له خوا د عربو د ځمکو نیول او د بیت المقدس د ښار وضعیت .
په دغه ناسته کې د فلسطین د مسلې په سر د نظر اختلاف پر کنفرانس خپل سیورې غوړولی و د بیلګې په توګه ایران او ترکیې په پریکړه لیک کې د اسرائیلو له غندنې سره خپل مخالفت وښود او د فلسطین له ازادۍ غوښتونکي خوځښت سره یې د مرستې خبره ونه منله او په کنفرانس کې یې د فلسطین د ازادي غوښتونکي خوځښت غړیتوب ونه مانه (۱۱)
همدلته په (الرباط) د المغرب په پلازمینه کې د ۱۹۶۹ / ۱۱ / ۲۵ مه ۱۳۸۹ / ۷ / ۱۲ مه د اسلامي کنفرانس د سازمان بنسټ کېښودل شو . د مشرانو له دغې  ناستې  شپږ میاشتې وروسته د اسلامي هېوادو د بهرنیو چارو وزیران د ۱۹۷۰ ز په مارچ کې په جده کې راغونډ شول او له غړو هېوادو سره یې د اړیکو په موخه یوه دارالانشاء جوړه کړه او داسې پریکړه وشوه ، چې د بیت المقدس تر ازادیدو پورې به جده د اسلامي کنفرانس لنډمهاله ځای او دفتر وي دغه پریکړه د سعودي عربستان په ګټه تمامه شوه او هغه څه یې تر لاسه کړل ، چې له مصر سره یې پرې  سیالي درلودله . د اسلامي کنفرانس د بهرنیو چارو وزیرانو دویمه ناسته په ۱۹۷۰ ډسمبر کې په کراچۍ کې تر سره شوه او د مالیزیا لومړی وزیر تونکیو عبدالرحمن یې د اسلامي کنفرانس د رییس په توګه وټاکه او نوموړی ته دنده ورکړل شوه ، چې د اسلامي کنفرانس لپاره تګلار ولیکي او وروسته یې د تصویب لپاره د بهرنیو چارو وزیرانو غونډې ته وړاندې کړې . د وزیرانو درېیمه ناسته په ۱۹۷۲ز د مارچ په میاشت کې په جده کې جوړه شوه او د اسلامي کنفرانس پر تګلار یې بحثونه وکړل او هغه یې تصویب کړه او اسلامي کنفرانس یې په رسمي توګه تاسیس کړ (۱۲) د اسلامي کنفرانس په درېیمه سرمشریزه کې ، چې د ۱۹۸۱ز په می کې په سعودي عربستان کې رابلل شوې وه او د ۳۸ هېوادو استازو په کې ونډه اخیستې وه  په دغه سرمشریزه کې لیبیا ، ایران ، افغانستان او مصرګډون ونه کړ . د افغانستان او مصر غړیتوب ځنډول شوی  و لیبیا له سعودي سره خپلې ډیپلوماټیکې اړیکې  پرې کړې وې  او ایران د عراق  د حضور په خاطر  سرمشریزه پریښودله . (۱۳)
د اسلامي کنفرانس غړي هېوادونه
مساحت تاريخ هېواد ګڼه
۲۵۱،۷۷۳ موسس غړى افغانستان ۱
۳۸۶،۶۵۰ موسس غړى مصر ۲
 ۱۹۹۲ ز البانيه ۳
۸۶،۶۰۰ موسس غړی الجزاير ۴
 ۱۹۹۲ز اذربايجان ۵
۰،۲۶۸ ۱۹۷۲ ز بحرين ۶
۵۵،۸۱۳ ۱۹۷۴ز بنګلاديش ۷
۴۳،۴۸۳ ۱۹۸۳ز بنين ۸
۲،۲۲۶ ۱۹۸۴ز برونای ۹
۱۳،۲۳،۰۰ ۱۹۸۴ز بورګينه فاسو ۱۰
 ۲۰۰۱ز دعاج ساحل ۱۱
۸،۹۵۰ ۱۹۷۸ز جیبوټي ۱۲
۱۰۳،۳۴۶ ۱۹۷۴ز ګابون ۱۳
۴،۱۲۷ ۱۹۷۴ز ګامبيا ۱۴
 موسس غړی ګينيا ۱۵
۹۴،۹۶۴ ۱۹۹۸ز ګانا ۱۶
۷۳۵،۲۸۶ موسس غړی اندونيزيا ۱۷
۶۳۶،۲۹۳ موسس غړی ايران ۱۸
۱۶۷،۹۲۴ ۱۹۷۵ز عراق ۱۹
۲۰۵،۳۵۶ موسس غړی يمن ۲۰
۳۷،۷۳۷ موسس غړی اردن ۲۱
 ۱۹۷۴ز کاميرون ۲۲
۲۷۱۷۰۸ ۱۹۹۵ز قزاقستان ۲۳
۴،۲۴۷ ۱۹۷۲ز قطر ۲۴
 ۱۹۹۲ز قرغزستان ۲۵
 ۱۹۷۶ز جزرالقمر ۲۶
۶،۸۸۰ موسس غړی کويټ ۲۷
۴،۰۱۵ موسس غړی لبنان ۲۸
۶۷۹،۳۵۹ موسس غړی ليبيا ۲۹
۱۲۷،۳۱۶ موسس غړی ماليزيا ۳۰
۱۱۵ ۱۹۷۶ز مالديف ۳۱
۴۷۸،۷۶۴ موسس غړی مالي ۳۲
۱۷۲،۴۱۳ موسس غړی المغرب ۳۳
۳۹۷،۹۵۴ موسس غړی موريتانيه ۳۴
 ۱۹۹۴ز موزمبيق ۳۵
۴۸۹،۱۸۹ موسس غړی نيجر ۳۶
۳۵۶،۶۶۷ ۱۹۸۶ز نيجيريا ۳۷
۸۲،۰۳۰ ۱۹۷۲ز عمان ۳۸
۳۱۰،۴۰۳ موسس غړی پاکستان ۳۹
 موسس غړی دفلسطين ملي غورځنګ ۴۰
۸۳۹،۹۹۶ موسس غړی سعودي عربستان ۴۱
۷۵،۷۵۰ موسس غړی سنيګال ۴۲
۲۷،۹۲۵ ۱۹۷۲ز سيراليون ۴۳
۲۶۴،۳۰۰ موسس غړی سوماليه ۴۴
 موسس غړی سوډان ۴۵
 ۱۹۹۶ز سورينام ۴۶
۷۱،۴۹۸ ۱۹۷۲ز سوريه ۴۷
۱۴۳،۱۰۰ ۱۹۹۲ز تاجکستان ۴۸
 ۱۹۹۷ز توګو ۴۹
۴۹۵،۷۵۵ موسس غړی چاډ ۵۰
۶۳،۱۷۰ موسس غړی تونس ۵۱
۳۰۱،۳۸۱ موسس غړی ترکيه ۵۲
 ۱۹۹۲ز ترکمنستان ۵۳
۹۳،۳۵۴ ۱۹۷۴ز اوګانډا ۵۴
 ۱۹۹۶ز اوزبکستان ۵۵
۳۲،۰۰۰ ۱۹۷۲ز امارات ۵۶
۲،۲۲۶  برونی ۵۶
۸۳۸،۰۰۰  کومور ۵۷ تاريخ  ارګان  / هېواد ګڼه
۱۹۹۴ز بوسينا  ۱
۱۹۹۵ز د منځنۍ افريقا جمهوريت  ۲
۱۹۹۸ز ټايلينډ  ۳
۲۰۰۵ز روسيه  ۴
۱۹۹۷ز ترکي قبرس  ۵
۱۹۷۷ز د مورو د ازادۍ غورځنګ  ۶
۱۹۷۶ز ملګري ملتونه  ۷
۱۹۷۵ز عربي ټولنه  ۸
۱۹۷۷ز افريقايې ټولنه  ۹
۱۹۷۷ز ناپيلی  غورځنګ ۱۰
۱۹۹۵ز ايکو  ۱۱
د اسلامي کنفرانس ناظر غړي : د اسلامي کنفرانس د سازمان اداري اوتنظيمي جوړښت
اسلامي کنفرانس پردې توانیدلې ، چې د وخت په تیریدو په خپل تشکیل کې زیاتولې راولي  د کنفرانس په چوکاټ کې په لسګونو کمیسيونونه په کار بوخت دي او د اسلامي نړۍ  د سوکالۍ او نیکمرغۍ لپاره هلې ځلې کوي . لومړی به دغه کمیسيونونه پر پنځو برخو وویشو وروسته به د هرې برخې تفصیل ته تم شو :
- د سازمان  اساسي کمیسون ، شمیر یې څلور دی .
- متخصص کمیسون ، شمیر یې پنځه کمیسيونه دی .
- له سازمانه بهرموسسې ، شمیر یې نهه دی .
- ځانګړې موسسې ، شمیر یې څلور دی .
- هغه موسسې ، چې د اسلامي کنفرانس سازمان جوړې کړي ، شمیر یې اوه دی .
د سازمان اساسي کمیسيون
۱-  د اسلامي کنفرانس سر مشریزه غونډه ( د پاچایانو ، امیرانو ، ولسمشرانو او لومړی وزیرانو سرمشریزه ) .
دا د اسلامي کنفرانس تر ټولو لوړ کمیسون دی د سازمان لپاره د تګلارو ، ستراتیژیو غوره کول د دوی له صلاحیتونو څخه شمیرل کیږي . په هرو دریو کلونو  کې یو ځل رابلل کیږي .
۲- د اسلامي  کنفرانس  غړیو هېوادونو د بهرنیو چارو د وزیرانو غونډه  :
په کال کې یو ځل له غړیو هېوادو څخه په یوه کې راټولیږي د سازمان عامه تګلار ارزوي . د اسلامي کنفرانس دسازمان د موخو په رڼا کې د خپلو ګډو ګټو په اړه پریکړې کوي . د سازمان د مالي کمیسيون راپور ارزوي او د دارالانشاء له هغه سره یې پرتله کوي . او د سرمشریزې د رابللو صلاحیت لري . دغه غونډې د سازمان له جوړیدو راهیسې د ۲۰۰۷ تر نومبره پورې ۲۸ ځلې سره راټولې  شوې دي او دا د دوی نورمالې ناستې وي او همدارنګه د ملګرو ملتونو د سرمشریزې پر مهال د اسلامي هېوادو د بهرنیو چارو وزیران په خپلو کې سره راټولیږي . د بهرنیو چارو د وزیرانو کنفرانس د لاندې موضوعاتو په اړه رابلل کیږي :
۱- د اسلامي کنفرانس د عامې تګلارې  د پلې کیدو پر لارو چارو غور .
۲- د مخکنيۍ سر مشریزې د پریکړو د پلي کیدو بیا کتنه .
۳- د اسلامي کنفرانس د موخو په رڼا کې د خپلو مشترکو ګټو په اړه پریکړې .
۴- د سازمان د مالي کمیسيون د راپور ارزونه او د دار الانشاء له  راپور سره پرتله کول .
۵- د اسلامي کنفرانس د عمومي مشرپه سپارښتنه د بهرنیو چارو وزیرانو د کنفرانس لپاره د رئیس او مرستیالانو ټاکنه .
۶- د بهرنیو چارو وزیرانو د راتلونکې غونډې لپاره دوخت او ځای ټاکنه .
۷- د هغې پېښې څیړنه ، چې دسازمان پر یوه او یا ډيرو هېوادو خپل اغیز پریباسي ؤ د غوښتنې په ترڅ کې يې  ارزول او د حل د مناسبو لارو چارو لټول .
۸- د بهرنیو چارو وزیرانو په کنفرانس کې پریکړې او سپارښتنې له دریو څخه د دوو برخو په اکثریت کیږي او د وزیرانو په هره ناسته کې د غړو هېوادو درېیمه برخه قانوني نصاب تشکیلوي
۹- د هرې دورې لپاره د رییس ټاکنه .
۳- دار الانشاء
دا د سازمان اجرائیوي کمیسيون دی ، د بهرنیو چارو د وزیرانو په لومړنۍ ناسته کې ، چې په ۱۹۷۰ / ۳ / ۲۵ مه نېټه په جده کې تر سره شوه ، رامنځ ته شوه . هغه دندې سرته رسوي ، چې د سازمان له خوا ورته ورسپارل کیږي او همدارنګه د بهرنیو چارو وزیرانو د کنفرانسونو سپارښتنې ، پریکړې او ... څاري . دارالانشاء یو مشر لري ، چې د سازمان له لوري ټاکل کیږي او مرستیالان یې ورسره په چارو کې مرسته کوي . د دار الانشاء د رئیس د کار موده دوه کاله وه په ۱۹۸۱ز کې د اسلامي کنفرانس درېیمې غونډې پریکړه وکړه ، چې له دې وروسته دې  د دارالانشاء د رئیس دکار موده څلورو کلو ته وغځول شي  .
 د بهرنیو چارو وزیرانو کنفرانس په خپله دولسمه ناسته کې پریکړه وکړه ، چې  له دې وروسته دې د مرستیالانو دکار موده هم څلورو کلو ته وغځیږي او د فلسطین او بیت المقدس چارو ته دې مرستیال وټاکل شي اوس د اسلامي کنفرانس دمرستیالانو شمیر څلورو ته رسیدلې . 
۴- د عدل نړیواله اسلامي محکمه :
دا د اسلامي کنفرانس یو مهم قضایي ارګان دی ، او د سازمان له قانون سره سم خپلې دندې تر سره کوي . اسلامي کنفرانس په خپله درېیمه سرمشریزه کې ددې محکمې د جوړیدو پریکړه کړې ده . اوه غړي لري ، چې د بهرنیو چارو وزیرانو د کنفرانس له لورې ټاکل کیږي . غړي هېوادونه د محکمې لګښت وربرابروي او ځان ته جلا بودیجه لري . محکمه په ټولو هغو قضیواو مسلو کې د پریکړې واک او وړتیا لري ، چې غړي یې د رایو په اکثریت ومني . او په ټولو هغو مسلو کې د پریکړې حق لري ، چې په تړونونو او معاهدو کې راغلي لکه :
-  هغه اختلافات ، چې د غړو هېوادو تر منځ په عامه توګه رامنځ ته کیږي .
- هغه اختلافات ، چې د اسلامي کنفرانس د سازمان د قانون په تفسیر او شننه کې د غړو هېوادو تر منځ پیدا کیږي .
- د سرمشریزې ( پاچایانو ، ولسمشرانو ، لومړي وزیرانو ) او یا د بهرنیو چارو وزیرانو د کنفرانس په غوښتنه د فتواوو ورکول او نور  اړونده ارګانونه ، هم کولای شي ، چې فتوا وغواړي خو د بهرنیو چارو وزیرانو د کنفرانس له اجازې وروسته .
متخصص کميسيونونه :
د اسلامي کنفرانس سازمان یو شمیر متخصص کمیسونونه او څانګې د چارو د سمون او همغږي په موخه رامنځ ته کړي  ، چې  د غړیو هېوادو تر منځ په اقتصادي ، سیاسي ، ټولنیز ،اروایي او پوهنیزو اړخونو کې د پام وړ پایلې او همکاري رامنځ ته کړي .  دغه کمیسونونه په لاندې توګه دي : د بيت المقدس کميسيون :
د بهرنیو چارو وزیرانو په شپږمه غونډه کې چې په  ۱۹۷۵ز / ۱۹۳۵ ل کې د جدې په ښار کې رابلل شوې وه پریکړه وشوه ، چې د بیت المقدس کمیسيون دې جوړ شي . لسمه سر مشریزه ، چې په فاس کې جوړه شوې وه ددغه کمیسيون چارې د المغرب پاچا ته وسپارلې . د القدس کمیسيون غړي المغرب ، اردن ، سوریه ، لبنان ، مصر ، پاکستان ، اندونیزیا ، نیجر ، سعودي عربستان ، فلسطین ، موریتانیه ، بنګلادیش ، ایران ، سینګال او دکینیا هېوادونه دي غونډې یې د کمیسون د رئیس او د اسلامي کنفرانس د سازمان د مشر په غوښتنه رابلل کیږي .
د کولتور او خبري رسنيو دايمي کميسيون  
دغه کمیسيون تر اوسه شپږ غونډې کړې وروستې هغه یې په ۲۰۰۰ / ۱۰ / ۲۵ مه وه . د سازمان له ټولو غړو څخه جوړه شوې .
د سوداګرۍ او اقتصاد دايمي کيميسون
د اسلامي کنفرانس په درېیمه سرمشریزه کې، چې  په مکه مکرمه کې په ۱۹۸۱ز کې جوړه شوې وه ، رامنځ ته شو . او په څلورمه سرمشریزه کې هغه مهال ډیر فعال شو ، چې کله یې د ترکیې ولسمشر د رئیس په توګه وټاکل شو . موخه یې دغړیو هېوادو په چوکاټ کې د اقتصادي ودې په موخه ګډ کار او د همغږۍ رامنځ ته کول دي .
د ټيکنالوجۍ او علمي همکارۍ دايمي کميسيون :
په ۱۹۸۱ز کې په درېیمه سرمشریزه کې جوړ شو . د اسلامي کنفرانس ټول غړي هېوادونه یې غړیتوب لري .
د اقتصاد ، کولتور او ټولنيزو چارو اسلامي کميسيون :
په ۱۹۷۷ز کې د بهرنیو چارو وزیرانو دکنفرانس په سپارښتنه ، چې په ۱۹۷۶ز کې جوړ شوې وو رامنځ ته شو . دغه کمیسيون د غړو هېوادو له دوو استازو څخه جوړ شوی. هر کال دوه ځلې سره راټولیږي تر اوسه یې نه غونډې تر سره کړي لومړۍ هغه د ۱۹۷۷ ز په جنوري کې په کراچۍ کې جوړه شوې وه ، دویمه هغه یې د همدې کال په ډیسمبر کې جوړه شوې ، درېیمه یې د  ۱۹۷۸ز په اپریل کې په جده کې رابلل شوې وه ، څلورمه یې د ۱۹۷۸ ز په ډیسمبر کې په جده کې جوړه شوې وه ، پنځمه یې د ۱۹۷۸ز په جنوري کې په کونا کري کې وه . شپږمه یې د ۱۹۸۰ ز په نومبر کې په جده کې جوړه شوې وه . اوومه یې د ۱۹۸۱ز په اپریل کې په جاګارتا کې وه . او اتمه یې د ۱۹۸۲ز په جنوري کې په طرابلس کې وه .
د اسلامي کنفرانس اړونده نور ارګانونه
• د اسلامي هېوادونو د روزنو ، ټولنیزو ، اقتصادي او احصائیوي څیړنو مرکز : 
• د بهرنیو چارو وزیرانو دکنفرانس په اتمه ناسته ، چې په طرابلس کې په ۱۹۷۷ / ۵ / ۱۶ مه جوړه شوې وه پریکړه وشوه  ، چې دغه ډول یو مرکز باید جوړ شي .
• د تاریخ ، هنر او اسلامي کولتور مرکز ـ استانبول :
• په ۱۹۸۰ز کې رامنځ ته شو د بهرنیو چارو وزیرانو دکنفرانس په اوومه غونډه کې یې دجوړولو پریکړه شوې وه ، چې په استانبول کې په ۱۹۷۶ / ۵ / ۱۵ مه نېټه رابلل شوې و .
• د تخنیک او روزنې د څیړنو اسلامي مرکز :
• په ۱۹۷۸ اپریل کې سینګال د بهرنیو چارو وزیرانو د کنفرانس کوربه و همدلته دوی په خپله نهمه ناسته کې ددغه مرکز د جوړولو پریکړه وکړه .
• د سوداګرۍ د پراختیا اسلامي مرکز ـ دار البیضاء
• اسلامي کنفرانس په ۱۹۸۱ز د جنوري په میاشت کې د مکې په سرمشریزه کې ددغه مرکز جوړول ومنل .
•  د اسلامي فقهې ټولنه ـ جده
• د مکې او طائف سرمشریزې د اسلامي فقهې د جوړولو وړاندیز ومانه . موخه یې د شرعي احکامو په رڼا کې د انساني ، ذاتي او ټولنیزو سلوک له لارې په عملي او نظري توګه د مسلمانانو وحدت او یووالی . د معاصر ژوند د ستونزو څيړنه او د حل د معقولو لارو چارو پلټنه .
• د اسلامي تمدن د فرهنګ د ساتنې نړیوال کمیسيون ـ استانبول
• د بهرنیو چارو وزیرانو یولسم کنفرانس ، چې په اسلام اباد کې د ‍‍۱۹۸۱ز په می کې جوړ شوې و ددغه کمیسيون د جوړیدو وړاندیز وکړ .
• اسلامي پوهنتون ـ نیجر
• دا پوهنتون په ۱۹۷۴ز کې د دویمې سرمشریزې په وړاندیز ، چې په لاهور کې جوړه شوې وه ، رامنځ ته شو پریکړه وشوه ، چې پوهنتون به خپل کارونه د ۱۹۸۶ز په نومبر کې پیلوي د محصلینو شمیر یې د ۵۵۰ شاوخوا کې دی څلور پوهنځي لري او د ۱۶ افریقایې هېوادو محصلین په کې زده کړه کوي .
•  اسلامي پوهنتون ـ یوګنډا
• دا پوهنتون هم د دویمې سر مشریزې په وړاندیز د ۱۹۷۴ / ۲ / ۲۴ مه نېټه وشو ،  چې د افریقا د لویې وچې بچي به په کې زده کړه کوي . د ۱۹۸۸ز په فبرورۍ کې یې کار پیل کړ او تر اوسه په کې ۱۲۳۹ تنه محصلین ، چې له دولسو افریقایې هېوادو سره تړاو لري زده کړه کوي . پنځه پوهنځي لري لکه د شرعیاتو ، ساینس ، اداب ، روزنه ،  اداره او اقتصاد .
متخصصې موسسې :
• د روزنې ، ساینس او کولتور اسلامي ټولنه (ایسیسکو ) فاس
دا نړیواله ټولنه ده او د اسلامي کنفرانس په چوکاټ کې کار کوي . د روزنې اوعلمي څیړنو او اسلامي فرهنګ په برخه کې تجربه لري . د پرانیستلو امر یې د بهرنیو چارو وزیرانو د کنفرانس په یولسمه ناسته کې په ۱۹۸۰ز کې وشو او د جوړولو وړاندیز یې  د وزیرانو کنفرانس په خپلې لسمه ناسته کې کړې و .  ددغې ټولنې وروستۍ غونډې  همدا څو اونۍ  وړاندې دافغانستان  د غزني ښار په۲۰۱۳ ز کې د اسلامي نړۍ د کولتوري  مرکز په توګه ومانه .
• د اسلامي هېوادو د راډیوګانو ټولنه
د بهرنیو چارو وزیرانو په شپږمه ناسته کې ، چې په ۱۹۷۵ز په جولای کې په جده کې تر سره شوه ددغې ټولنې د جوړولو پریکړه وشوه .
• نړیوال اسلامي اژانس ( اینا ) جده
دغه اژانس د بهرنیو چارو وزیرانو د کنفرانس په درېیمه ناسته کې جوړ شو ، چې په ۱۹۷۲ز کې په جده کې رابلل شوی و .
• د پراختیا اسلامي بانک ـ جده
دا یوه مالي موسسه ده . د جوړیدو پریکړه  یې په ۱۹۷۰ز کې د بهرنیو چارو وزیرانو د کنفرانس په دویمه ناسته کې ، چې په کراچۍ کې تر سره شوې وه  تر سره شوې ده  . په ۱۹۷۳ز په جده کې د اسلامي هېوادو د مالیې  وزیرانو د خپلې غونډې پرمهال ټینګار وکړ ، چې دغه پلان باید عملي شي . د ۱۹۷۵ز په اکتوبر کې په رسمي توګه دغه بانک پرانیستل شو . په لومړي سر کې بانک خپل کارونه د ۲۲ هېوادو په متواضع غړیتوب سره پیل کړل . اوس یې د غړو هېوادو شمیر ۵۳ ته رسیدلې .
د اسلامي کنفرانس د سازمان موخې : 
• د غړو هېوادو تر منځ د اسلامي ورورګلوي پیاوړې کول .
• په اقتصادي ، ټولنیزو ، کولتوري او علمي برخو کې د غړیو هېوادو تر منځ همکاري .
• د درناوي ، ازادۍ او ملي حقوقو د ترلاسه کولو لپاره د ټولو اسلامي ملتونو مبارزه
• د سپیڅلو ځایونو ساتنه
• له فلسطیني ولس سره مرسته ، چې  وکولای شي خپله ازادي او ځمکه بېرته تر لاسه کړي
• په اسلامي نړۍ کې  د نژادي او استعماري توپیرونو له منځه وړل
• له  غړیو هېوادو او نړۍ سره د داسې ګډې ژبې رامنځ ته کول ، چې ودې ، پرمختګ او پوهاوي ته لار هواروي .
• غړي هېوادونه اړ دي  دا لاندې شرطونه ومني ، چې وتوانیږي  د اسلامي کنفرانس د سازمان لپاره ټاکل شوې موخې تر لاسه کړي :
• دغړو هېوادو تر منځ پوره مساوات
• غړي هېوادونه به د یو بل په کورنیو چارو کې لاسوهنه نه کوي ، هر هېواد د خپل برخلیک د ټاکلو حق لري .
• د هر هېواد د ازادۍ ، ځمکنۍ بشپړتیا او خپلواکۍ درناوی .
• که د غړیو هېوادو تر منځ چیرې کومه شخړه رامنځ ته شوه دا به د خبرو اترو او سوله ییزو لارو چارو په وسیله حل کیږي .
• غړي هېوادونه نه شي کولای ، چې د بل هېواد په ضد وسله وکاروي او یا له ګواښ څخه کار واخلي .
د اسلامي کنفرانس د سازمان سرمشريزې
ګڼه  سرمشريزه  ځای  نېټه
۱ اوله  سرمشريزه الرباط / المغرب ۱۹۶۹ / سپټمبر / ۲۵
۲ دويمه سرمشريزه لاهور / پاکستان ۱۹۷۴ / فبروري / ۲۲- ۲۴
۳ درېيمه سرمشريزه مکه / سعودي عربستان ۱۹۸۱ / جنوري  / ۲۵- ۲۸
۴ څلورمه سرمشريزه دار البيضاء / المغرب ۱۹۸۴/ جنوري / ۱۶- ۱۷
۵ پنځمه سرمشريزه کويټ ۱۹۸۷/ جنوري / ۲۶- ۲۹
۶ شپږمه سرمشريزه ډاکار / سينګال ۱۹۹۱/ نومبر / ۹- ۱۱
۷ اوومه سرمشريزه المغرب / دار لبيضاء ۱۹۹۴/ ډيسمبر  ۱۳- ۱۵
۸ اتمه سرمشريزه تهران / ايران ۱۹۹۷/ ډيسمبر / ۹- ۱۱
۹ نهمه سرمشریزه الدوحه / قطر ۲۰۰۰/ نومبر / ۱۲- ۱۳
۱۰ بېړنۍ سرمشريزه الدوحه / قطر ۲۰۰۳ / مارچ / ۵ 
۱۱ لسمه سرمشريزه بوتراحايا / ماليزيا ۲۰۰۳ / اکتوبر / ۱۶ – ۱۷ 
۱۲ درېيمه استثنايې مکه مکرمه / سعودی ۲۰۰۵ / ډيسمبر/ ۷ – ۸ 
د اسلامي کنفرانس د سازمان مشران
د اسلامي کنفرانس مشران د بهرنیو چارود وزیرانو د کمیسيون له لارې ټاکل کیږي د کار موده یې څلور کاله وي د دویم ځل لپاره هم ټاکل کیدای شي . تر اوسه پورې د اسلامي کنفرانس چارې لاندې  کسانو  تر سره کړې .
ګڼه نوم هېواد تاريخ
۱ تنکو عبدالرحمن ماليزيا ۱۹۷۰ – ۱۹۷۳ز
۲ حسن التهامي مصر ۱۹۷۴ – ۱۹۷۵ز
۳ احمد کريم جای سينګال ۱۹۷۶ – ۱۹۷۹ز
۴ الحبيب الشطي تونس ۱۹۸۰ – ۱۹۸۴ز
۵ شريف الدين پيرزاده پاکستان ۱۹۸۵ – ۱۹۸۸ز
۶ حامد الغابد نيجر ۱۹۸۹ – ۱۹۹۶ز
۷ عزالدين العراقي المغرب ۱۹۹۷ – ۲۰۰۰ز
۸ عبدالواحد بلقزيز المغرب ۲۰۰۱ – ۲۰۰۴ز
۹ اکمل الدين احسان اوغلو ترکيه ۲۰۰۵ - د اسلامي کنفرانس د بهرنيو چارو وزيرانو  سرمشريزې
 سرمشريزه               ځای                                 نېټه
 څلورديرشمه    اسلام اباد / پاکستان    ۲۰۰۷/ می / ۱۵- ۱۷
 درې ديرشمه     باکو / اذربايجا ۲۰۰۶ جون/ ۱۹ – ۲۱
 دوه ديرشمه       صنعاء / يمن ۲۰۰۵  / جون / ۲۸ – ۲۹
 يو ديرشمه         استانبول / ترکيه  / جون / ۱۶
 ديرشمه تهران / ايران ۲۰۰۳ / می / ۲۸ – ۳۰
 نهه ويشتمه خرطوم / سوډان ۲۰۰۲ / جون / ۲۵ – ۲۷
 اته ويشتمه مالي / باماکو ۲۰۰۱ / جون / ۲۵ – ۲۹
 اوه ویشتمه کوالالمبور / ماليزيا ۲۰۰۰/ جون / ۲۷ – ۳۰
 شپږويشتمه بورکينا فاسو / واګادوګو ۱۹۹۹/ جون  ۲۸ / جولای ۱
 پنځه ويشتمه الدوحه / قطر ۱۹۹۸ / مارچ / ۱۵- ۱۷
 څلورويشتمه جاګارتا / اندونيزيا ۱۹۹۶/ ډيسمبر / ۹ – ۱۳
 درويشتمه کونا کری / ګينيا ۱۹۹۵ / ډيسمبر / ۹ – ۱۲
 دوه ويشتمه دار البيضاء / المغرب ۱۹۹۴ / ډيسمبر / ۱۰ – ۱۲
 يو ويشتمه کراچۍ / پاکستان ۱۹۹۳ / اپريل / ۲۵ – ۲۹
 شلمه استانبول / ترکيه ۱۹۹۱/ اګسټ / ۴ – ۸
 نولسمه دبشردحقونو په اړه دقاهرې دسرمشريزې اعلان 
 اتلسمه رياض / سعودی عربستان ۱۹۸۹ / مارچ / ۱۳- ۱۶
 اوولسمه عمان / اردن ۱۹۸۸ / مارچ / ۲۱ – ۲۵
 شپاړلسمه فاس / المغرب ۱۹۸۶ / جنوري / ۶ – ۱۰
 پنځلسمه صنعاء / يمن ۱۹۸۴ / ډيسمبر / ۱۸ – ۲۲
 څوارلسمه ډاكه / بنګلاديش ۱۹۸۳ / ډيسمبر / ۶ – ۱۱
 ديارلسمه نيامي / نيجر ۱۹۸۲ / اګسټ / ۲۲ – ۲۶
 دولسمه بغداد / عراق ۱۹۸۱ / جون / ۱ – ۵
 يولسمه اسلام اباد / پاکستان ۱۹۸۰ / می / ۱۷ – ۲۲
 لسمه فاس / المغرب ۱۹۷۹ / مارچ / ۸ – ۱۲
 نهمه ډاکار / سينګال ۱۹۷۸ / اپريل / ۲۴ – ۲۸
 اتمه طرابلس / ليبيا ۱۹۷۷ / می / ۱۶ – ۲۲
 اوومه استانبول / ترکيه ۱۹۷۶ / می / ۱۲ – ۱۵
 شپږمه جده / سعودي عربستان ۱۹۷۵ / جولای / ۱۲ – ۱۵
 پنځمه کوالالمبور / ماليزيا ۱۹۷۴/ جون / ۲۱ – ۲۵
 څلورمه بنغازی / ليبيا ۱۹۷۳ / مارچ / ۲۴ – ۲۶
 درېيمه جده / سعودي عربستان ۱۹۷۲ / مارچ
 دوېيمه کراچۍ / پاکستان ۱۹۷۰ / ډيسمبر
 لومړۍ جده / سعودي عربستان ۱۹۷۰ / مارچ / فبروری د اسلامي کنفرانس  د بهرنيو چارو وزيرانو فوق العاده سرمشريزې
سرمشريزه ځای نېټه
لومړۍ اسلام اباد / پاکستان ۱۹۸۰/ جنوري / ۲۷ – ۲۹
دويېمه عمان / اردن ۱۹۸۰ / جولای / ۱۱ – ۱۲
درېيمه فاس / المغرب ۱۹۸۰ / سپټمبر / ۱۸- ۲۰
څلورمه استانبول / ترکيه ۱۹۹۲ / ډيسمبر / ۱۷- ۱۸
پنځمه جده / سعودی عربستان ۱۹۹۲ / ډيسمبر / ۱- ۲
شپږمه اسلام اباد / پاکستان ۱۹۹۴/ سپټمبر / ۷ – ۹
اوومه الدوحه / قطر ۲۰۰۱/ می  / ۲۶
اتمه الدوحه / قطر ۲۰۰۱/ اکتوبر / ۱۰
نهمه الدوحه / قطر ۲۰۰۱ ډیسمبر / ۱۰
بېړنۍ سرمشريزه کولالمبور / ماليزيا ۲۰۰۲ / اپریل / ۱- ۳ افغانستان او د اسلامي کنفرانس سازمان
افغانستان ، چې د اسلامي کنفرانس د سازمان له موسسوغړو څخه یو و . د غړو هېوادو تر منځ له ښه او منځلاري دریځ څخه برخمن و . پر افغانستان د روسانو یرغل هر څه ته بله بڼه ورکړه . د افغانستان د ستونزې د څیړنې لپاره اسلام اباد په ۱۹۸۰ز کې د اسلامي کنفرانس د بهرنیو چارو د وزیرانو   د یوې فوق العاده غونډې کوربه شو (۱۴)  کنفرانس پر افغانستان د پخواني شوروي اتحاد یرغل وغنده او دا یې د افغان ملت له غوښتنو او اسلامي نړۍ له ارمانونو  سره یو منافي کار وباله . د کنفرانس پریکړې په لاندې توګه وې :
۱- د اسلامي کنفرانس په سازمان کې یې د افغانستان غړیتوب وځنډاوه .
۲- له ټولو غړو هېوادو یې وغوښتل ، چې د افغانستان نا قانونه رژیم په رسمیت ونه پیژني او خپلې ډیپلوماتیکې اړیکې ډيرې ټیټې کچې ته را ښکته کړي .
۳- غړي هېوادونه به د روسانو تر وتو پورې له افغانستان سره هیڅ ډول مرستې نه کوي .
۴- دغه کنفرانس د ټولې نړۍ هېوادونه هڅوي ، چې له هغو  افغان پناه غوښتونکو سره مرستې وکړي ، چې په ګاونډیو هېوادو کې میشت شوي . د بهرنیو چارو د وزیرانو یولسم کنفرانس ، چې د افغان شخړې د هواري په موخه رابلل شوې و،  داسې پریکړه وکړه ، چې د اسلامي کنفرانس د رئیس او د سلا او مشورې لپاره د یو شمیر غړو هېوادوله  استازو څخه دې یو کمیسيون جوړ شي او د ملګرو ملتونو له سازمان سره دې د  افغان شخړې د پای ته رسیدو  لارې چارې وسنجوي . همدارنګه دوی له هغو نا پییلو سازمانونو څخه ، چې افغانستان یې هم غړی دی وغوښتل ، چې له خپلو ښو ډیپلوماتیکو هلو ځلو څخه  کار واخلي او خپلې هڅې دې له دوی سره یو ځای کړي .
دلته د یوې خبرې یادول اړین دي ، چې تر  شپاړلسم کنفرانس پورې سازمان د افغان مجاهدینو په اړه یوه ضمني خبره هم ونه کړه ، اسلامي کنفرانس هغه مهال پردغسې یو نوښت لاس پورې کړ ، چې کله افغان مجاهدینو له روسانو سره په عملي جګړه لاس پورې کړ له دې وروسته د دوی استازو هم د سازمان په غونډو کې  ونډه اخیسته او دا لومړنۍ رسمي ناسته وه ، چې د افغانستان شخړې ته ځانګړې شوې وه .
د فلسطین د کړکیچ پر عکس له افغاني مجاهدینو سره د هیڅ ډول نطامي مرستې وړاندیز ونه شو . غړیو هېوادو له روسیې سره خپلې اړیکې قطع نه کړې یوازې یې د شوروي یرغل وغانده . په سازمان کې یې د جنګیالو مشرانو ته د ټولوافغانانو د استازیتوب حق نه ورکاوه ( ۱۵) د افغانستان د کړکیچ په اړه د اسلامي کنفرانس دریځ په لاندې توګه و :
• دا ټینګار ، چې افغان کړکیچ د وسلې او زور له لارې نه حل کیږي ، باید ټول اړخونه پرته له کوم شرط څخه د اوربند اعلان وکړي .
• ټول هېوادونه باید له مسلحو ډلو سره خپلې مرستې او وسلې بندې کړي .
• له افغان ولس سره د مرستې په موخه دې د اسلامي کنفرانس تر څارنې لاندې صندوق جوړ شي .
• له ملګرو ملتونو سره نږدې همکاري ، چې  په افغانستان کې سرتاسري سوله راولي  . (۱۶)
افغانستان تر اوسه د اسلامي کنفرانس په سازمان کې د خپل غړیتوب ونډه نه ورکړې
د اسلامي کنفرانس په سازمان کې د غړيتوب ستونزه
په سازمان کې د غړیتوب مسلې د ډیرو کارپوهانو او شنونکو پام ځان ته را اړولې ، د لومړي ځل لپاره دغه ستونزه په ۱۹۶۹ز کې راپورته شوه او د هغو هېوادونو لست ته وکتل شو ، چې سازمان ته رابلل شوي وو . په دې کې ځینې داسې هېوادونه هم وموندل شول ، چې د مسلمانانو سلنه یې له ٪۲۰ نه اوښته او د البانیې په څیر هېواد ، چې هلته د مسلمانانو سلنه ٪۷۰ ته رسیږي خو بلنه ورته نه وه ورکړل شوې او دا پلمه یې کوله ، چې دا یو سیکولر هېواد دی او مذهب یې کمونیزم دی . وروسته ، چې حالات بدل شول البانیه په ۱۹۹۲ز کې د سازمان غړی هېواد شو .
د کمیت له پلوه هند ته په ۱۹۶۹ز کې بلنه ورکړل شوې وه ، چې د الرباط په غونډه کې ونډه واخلي. همدغه مهال اعلان شوه ، چې په المغرب کې به د هندوستان سفیر د خپل هېواد استازیتوب وکړي خو د پاکستان ولسمشر جنرال ایوب خان یې مخالفت وکړ دلیل یې دا و ، چې پلاوې به د هند د مسلمانانو استازی وي نه د حکومت . د پاکستان له دریځ څخه ملاتړ وشو . د یادونې وړ خبره دا ده ، چې  هندوستان هغه هېواد دی ، چې تر دویمې نړیوالې جګړې وړاندې ، چې کوم کنفرانسونه او نورې هڅې شوي په دې کې د هندوستان رول ډیر رغنده و ـ د هندوستان نه ګډون په اسلامي نړۍ کې پر وضعیت یو څه منفي اغیز ښندلی دی . که چیرې هندوستان ته د الرباط په سرمشریزه کې د ګډون زمینه برابره شوې وای ددې شونتیا ډیره وه ، چې د هندوستان او پاکستان تر منځ د اختلافاتو کچه به ډیره راټیټه شوې وه او د ۱۹۷۱ز د کړکیچ مخه به یې نیولې وه ، چې د بنګلادیش په جلاکیدو پای ته ورسیده . د اسلامي کنفرانس په تګلاره  کې د اسلامي هېواد اطلاق پر هغه هېواد کیدای شي ، چې په اساسي قانون کې یې  په صراحت ذکر شوې ، چې اسلام ددې هېواد رسمي دین دی خو له دې هر څه سره ترکیه ، چې یو سیکولر هېواد دی بلنه ورکړل شوه ، چې په سازمان کې غړیتوب واخلي . کیدای شي لامل به یې تاریخي او کمي هغه وي که له یوې خوا کمال اتاتورک په ۱۹۲۴ز کې اسلامي خلافت ړنګ کړ خو له بل پلوه د ترکیې ډیری اوسیدونکې مسلمانان دي او ترکیه د اسلامي خلافت کوربه پاتې شوې . په ترکیه کې ځینې سیاسي ډلې په اسلامي کنفرانس کې د ترکیې له غړیتوب سره مخالفت لري دوی وایې دا یو مذهبي سازمان دی او د ترکیې له اساسي قانون ، چې سیکولریزم  ته ژمن دی ټکر لري . خو ترکیه بیا هم د اسلامي کنفرانس غړی هېواد شو اود سازمان  د یو شمیر اقتصادي او کولتوري موسسو کوربه هم دی .
له کوم مستند او څرګند معیار پرته د ځینو هېوادو غړیتوب په سازمان کې منل شوی لکه په  ( ۱۹۷۴ / ۲ / ۲۴ ) کې د اوګنډا او په ( ۱۹۹۶ز ) کې د سورینام .  ځینې داسې هېوادونه هم شته ، چې د هیواد اطلاق پرې نه شي کیدای خو د سازمان غړیتوب لري لکه نګبار ته ، چې په ۱۹۹۲ز یې د سازمان غړی شو او د تانزانیه یوه برخه ده په ۱۹۹۵/۴ / ۴ مه نېټه تانزانیې اسلامي کنفرانس ته مکتوب واستاوه ، چې زنګبار نور د سازمان غړی نه دی او ستونزې ته یې د پای ټکی کېښود . په سازمان کې ډیری هېوادو ته د مصلحت له مخې د غړیتوب حق ورکړل شوی او د اسلامي روستاړي څرګند او کوټلی تعریف نه دی شوی د سازمان د کړنلارې په اتمه ماده کې راغلي « هر اسلامي دولت له خپلې خوښې او غوښتنې سره سم حق لري ، چې له سازمان سره یو ځای شي ... » خو د اسلامي روستاړي څرګند او کوټلی تعریف هغه ستونزه ده ، چې د کارپوهانو او ژورنالیستانو تر منځ جنجال یې راپورته کړې . ځکه د سازمان ۱۲ غړي خپل هېوادونه سیکولر معرفي کوي او په ۸ نورو کې مسلمانان په اقلیت کې دي . دغه ډول ستونزې وې ، چې د ۱۹۹۸ز په مارچ کې د بهرنیو چارو وزیرانو کنفرانس یو شمیر کارپوهان وګومارل ، چې د اسلامي دولت لپاره یو جامع تعریف راوپنځوي . کارپوهانو د وزیرانو کنفرانس پنځه ویشتمې ناستې ته خپل راپور وړاندې کړ خو د ځینو سیاسي او عملي ستونزو له امله د راپور منځپانګه نه ده څرګنده شوې . (۱۷)
د اسلامي کنفرانس ګانده ( راتلونکى )
اسلامي کنفرانس د خپلو موخو په تر لاسه کولو کې ناکام ګڼل شوی ،  لامل یې په اسلامي هېوادو کې د پریکړو په کړیو کې د سیاسي ادارې نشتوالې او له اداري پلوه کمزورتیا ده تر ټولو ښه بیلګه یې داده ، چې سازمان تر اوسه نه دی توانیدلې ، چې د عدل اسلامي محکمه یې ټول غړي هېوادونه ومني او پر مسوده یې لاسلیک وکړي یوازې اتو هېوادو دغه مسوده لاسلیک کړې او ددغې محکمې غړي شوي . د سازمان کلنۍ بودیجه یولس میلونه ډالرو ته رسیږي خو یو شمیر هېوادونو لکه افغانستان ، البانیه د منځنۍ اسیا هېوادونو تر اوسه د غړیتوب ونډه نه دې ورکړې د ۵۷ هېوادو له منځه یوازې ۹ هېوادونه دي ، چې د غړیتوب ونډه یې ورکړې ده دغې ستونزې د سازمان چارې په نړیواله او سیمه ییزه کچه زیانمنې کړي (۱۸) ان تردې ، چې د ۱۹۹۹ز په لومړیو کې د سازمان مشر اړ شو ، چې دا خبره رابرسیره کړي ، چې سازمان د ۱۹۹۸ز تر پایه ۲۳ میلونه ډالره پوروړی و،  سازمان او اړونده څانګې یې له مالي بحران سره مخ دي نږدې ده ، چې د شتون  او نه شتون له پوښتنې سره یې مخ کړي . یو شمیر داسې ستونزې هم شته ، چې غړیو هېوادو رامنځ ته کړي لکه : یو شمیر هېوادونه شته ، چې له لسو کلو راهیسې د سازمان غونډو ته نه حاضریږي او سازمان یې په اړه هیڅ غبرګون نه دی ښودلې .   
    اخځليکونه
  1_ Ahmad, Abdel Ati Mohammad “The Afghan Cause in the Eleventh Islamic Conference, Al-Siyassa Al Dawliya (Cairo) April 1980; 82-86
2- Al- Ahsan  Abdullah ,OIC  The Organization  of Islamic Conference , An Introduction to an Islamic Political Institution , Herndon VA . The International Institute of Islamic Thought, 1988 .
3- Auda, Abdel – Malek “Islamic Solidarity in a Changing World “ Al- Mustakbel Al- Arabi ( Beirut) October 1982; 69-73
4- Bouachba Tawfiq” The Objective and Principals of the Organization of the Islamic Conferenc  “ Majallat Al- lktisad Wal idara  jedda ) September 1983; 49-69 )
5- Cindoruk Sadi “ Economic Cooperation Among OIC Countries, and the Islamic Common Market “ journal of Economic Cooperation Among Islamic Countries , vol. 13 no 1-2 January/April 1992; 1-18     
۶- سازمان کنفرانس اسلامي در جهان متغیر ، محمد السید سلیم او نور ژباړه حسن رضايي ۹ چ لومړی،  تاریخ ۱۳۷۶ د ایران د بهرنیو چارو وزارت مطبعه .
7- Hitti Nassif “ The League of Arab States : Toward an Independent foreign Policy, “ Shun  Arabia, December 1981: 76-86 .
۸- سازمان کنفرانس اسلامي در جهان متغیر ، محمد السید سلیم او نور ژباړه حسن رضايي ۱۳ چ، لومړی،  تاریخ ۱۳۷۶ د ایران د بهرنیو چارو وزارت مطبعه .
9 – Huntington Samuel , “ The Clash of Civilization , Foreign Affairs , Summer 1993 : 22-49 
10 – Kerr, Malcolm, the Arab Cold War, London, and New York: Oxford University Press 1971.
۱۱- سازمان کنفرانس اسلامي در جهان متغیر ، محمد السید سلیم او نور ژباړه حسن رضايي ۱۵ چ ، لومړی،  تاریخ ۱۳۷۶ د ایران د بهرنیو چارو وزارت مطبعه . 12 – Khadduri , M , The Islamic Law of Nations ; Shaybani Siyar , Baltimore: 1966 .
13 – Bouacha , Tawfig , “ The System of Membership in the Organization of  The Islamic Conference . Theory and Practice , Dirasat Dawliya, (Tunis ) 1983: 40-52
۱۴- الغد ورځپاڼه ۲۰۰۷ اکتوبر
۱۵- سازمان کنفرانس اسلامي در جهان متغیر ، محمد السید سلیم او نور ژباړه حسن رضايي۷۷ چ ، لومړی،  تاریخ ۱۳۷۶ د ایران د بهرنیو چارو وزارت مطبعه .
16- http://www.aljazeera.net/NR/exeres/1AE3F47F-4A6E-450F
17 - www.islamonline. Net /Arabic / political /islamy /2000/11/                      18 - www.islamonline. Net /Arabic / political /islamy /2000/11/ له ( سيمه ييز مطالعات ) څخه په مننه