د هغه مارګير کيسه چې ژوندې ښامار يې مړ ګڼلی و او بغداد ته يې راوړ


په تاریخ کې یوه کیسه داسې راغلې ، چې یومارګیر د مارانو په ښکار پسې غرونو ته ولاړ . دغه مارګیر غوښتل دمارانو په ښکار خلک حیران کړی او دی به خپل کار کې ډیر ماهر و ځکه هڅه او کوښښ به یې ډیر کاوه تا به اوریدلې وي ، چې کوښښ سړی خپل مراد ته رسوي په ژوندکې دخپل مراد دترلاسه کولو لپاره که هڅه وکړې تر لاسه به یې کړې . یعقوب علیه السلام خپلو زامنوته ویلي ولاړشئ او له خپلو غوږونواو سترګو او خولوڅخه کار واخلی او زما یوسف پیدا کړی ځکه نو هڅه او هاند مرادته د رسیدو اول شرط دی ، چې بېرته راشو د مارګیر کیسې ته نو مارګیر په یخ ژمي کې غرونو ته ورسید ، چې ګوري هلته یو لوی ښامار پروت دی ښامار له یخه کرخت شوی و اوداسې ښکاریده لکه مړ ، مارګیر هغه راپه شا کړ له ځانه سره یې وویل دا به ښارته رسوم او په بغداد کې به یې خلکو ته وروښیم ، چې وګورئ ما څومره لوی ښامار نیولی دی خلک به حیران شي او ما ته به یې حیرانۍ خولی خلاصې پاتې شي . ښامار یې راپورته کړ لکه د ونې ډډ ، دومره غټ و ، کله چې بغداد ته راورسید دښار په څلورلارې کې یې وغورځاوه خلک پرې راټول شول ده ښامار په رسیو کلک تړلی و او په ټوټو کې یې پیچلی و . ګړۍ په ګړۍ دخلکو ګڼه کوڼه ډیریده ، په بغداد کې اوازه شوه ، چې یوه مارګیر لوی ښامار ښکار کړی دی ،ښځې او نر را روان و د ماشومانواو ځوانانو شمیرنه کیده ،ټول ښامار ته راغونډ شول او پر ښامار یې حلقه ووهله مارګیر وویل دا ښامار مې په ډیرو خواریو نیولې دی .
خو دی خبر نه و چې ښامار مړ نه دی ښامار د بغداد تیز لمر په خودکړ ، ګرم شو او ورو ورو وخوځیده خلکو چې ولیدل ښامار خوځي نور هم حیران شول ، ناڅاپه ښامار غاړه پورته کړه خلکو منډې پیل کړې ، ډیر خلک تر پښو لاندې شول ډیر کسان تر پښو لاندې مړه شول ننداره کونکو هره خوا منډې کړې ، ښامار ځان وخوځاوه او رسۍ یې وشلولې ،نوی وحشت جوړ شو . مارګیر له حیرانۍ اوویرې په ځای کې وچ ودریده ، حیران و چې دا په څه بلا واوښتم ؟ ښامار چې له کرختۍ راپه خود شو نو وږی و ، مارګیر ورته نږدې ولاړ و خوله یې خلاصه کړه او هغه یې یوه مړۍ کړ ، ښامار چې مارګیر خوړ ځان یې د ونې په یوه ډډ وپیچه او د مارګیر هډوکی یې مات کړل . زموږ نس هم دهمدې یخ وهلي ښامار په څیردی . که لږ دی یې خبره ونه منله او ګرم دی کړ نو تابه یوه مړۍ کړي ، خپل نفس د بیلتون په واوره مړ وساته او د عراق په لمر یې مه ګرموه د نفس ګرمي شهوت پاروي او انسان له لارې باسي ،انسان دخپل نفس د ښامار قرباني کیږي دنفس فرعون ته د صبر موسی په کار دی ، هر څوک چې پر نفس غالب شو او د فرعون یې ونه منله د موسی په لار به روان شي .