خامنه اي: آيران دي له اروپا څخه اميد قطع کړي

روهي (پنځه نۍ/٨مه د وږي)، د ایران مذهبي مشر ایت الله علي خامنه اي ويلي، دا تمه نه لري، چې اروپایي ټولنه به د اټومي تړون اړوند د تهران ملاتړ وکړي.
 
نوموړي د ايران د ولسمشر حسن روحاني او وزیرانو سره يوه ګډه غونډه کې وویل: "د اروپا په اړه ما وړاندې هم ویلي وو او اوس بیا وایم، چې د اروپا سره باید اريکې دوام پیداکړي. خو له دوی څخه هیله مه کوئ، له اروپا څخه امید قطع کړئ، اروپا داسې ځای نه دی، چې موږ وکولای شو د خپلو بیلابیلو مسایلو لپاره د اټومي تړون د مسئلې او اقتصادي مسایلو په ګډون هیله ورته وکړو، دوی به هیڅ هم ونه کړي."
 
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ایران له ۲۰۱۵ کال اټومي تړون څخه وتلی، خو جرمني، فرانسه، بریتانیا، چین او روسیه لاهم دې تړون ته ژمن پاتې دي.