
روهي (درې نۍ/۶مه د وږي)، د امریکا بهرنیو چارو وزارت وایي، د ایران اټومي پروګرام اړوند او پر دې هېواد لګول شوي بندیزونه قانوني دي او هغه د ملي امنیت له اقداماتو سره سر خوري او تهران نه شي کولای، چې دغه بندیزونه د ملګرو ملتونو محکمه کې چلېنج کړي.
ددغه وزارت حقوقي سلاکارې جنیفر نیوسټید نن سه شنبه هاګ ښار کې د عدالت نړیواله محکمه قاضیانو ته د ایران هغه ادعاوې، چې وایي، پر ایران د امريکا د ولسمشر ډونالد ټرمپ لخوا لګول شوي بندیزونه غیر قانوني دي او هغه باید لغوه شي، رد کړې.
ايران هم په دې تړاو خپل اعتراض يادې نړیوالې محکمې ته وړاندې کړی او استدلال کوي، چې امریکا د دواړو هېوادونو ترمنځ د ۱۹۵۵م کال له لاسلیک شوې د دوستۍ او همکارۍ له تړون څخه سرغړونه کړې ده.