ترکيه د اروپا او روسیې سره سوداګريزې اړیکې پراخوي

روهي (درې نۍ/۶مه د وږي)، په داسې حال کې، چې د يوه امريکايي زنداني پر سر د انقرې-واشنګټن ترمنځ اړیکې ترینګلې شوې، ترکيې د اروپا او روسیې سره د سوداګريزو اړیکو د پراخولو هڅې پیل کړې.
 
ترکي ولسمشر رجب طیب اردوغان پرون دوشنبه د انګلستان او جرمني له مشرانو سره ټیلیفوني خبرو کې له ترکیې سره د سوداګريزو اړیکو د پراخولو په اړه خبرې وکړې.
 
د ترکيې ولسمشر اردوغان د بریتانیا له صدراعظمې ترزا مې سره پرونیو ټیلیفوني خبرو کې د اقتصاد، سوداګرۍ، پانګونو او دغه راز د سوریې د بحران په اړه خبرې کړي دي.
 
اردوغان له خپل جرمني سیال فرانک والټر اشټاین‌مایر سره هم يوه ټیلیفوني مکالمه کې د خپلو هېوادونو ترمنځ د ډیپلوماتیکو اړیکو د پراخولو هوډ څرګند کړی دی.
 
انقرې تېره اوونۍ مسکو ته د بهرنیو چارو د وزیر مولوت چاوش اوغلو په مشرۍ یو استازی واستاوه، څو له روسیې څخه د دافع هوا«S-400» توغندیو د رانيولو د پلان شوې معاملې په اړه خبرې وکړي.
 
امریکا د ترکیې له دې پلان سره کلک مخالفت ښودلی دی.
 
ترکي رسنیو خبر ورکړ، چې د ترکیې، روسیې او ایران ولسمشران به راتلونکې اوونۍ په ایران کې په یوه سرمشریزه کې ګډون وکړي، څو د سوریې په اړه یوې موافقې ته ورسېږي.