ملګرو ملتونو د برما د مسلمانانو ‌‌‌‌‌‌ډله ييزو وژنو کې د فېسبوک رول څرګند کړ

روهي (درې نۍ/٦مه د وږي)، پرون دوشنبه د اګسټ ٢٧مه ژنيو کې د ملګرو ملتونو دفتر له لورې برما کې د تېرکال د روهينګيايي مسلمانانو د ‌‌‌‌‌‌ډله ييزو وژنو اړوند يو راپور دغه هېواد کې د بحران کلیزې د پيل په مناسبت خپور شو.
 
دغه خپور شوي راپور کې راغلي، چې د انک سان سوچي حکومت او د برما ځينو پوځي جنرالانو راخين ولايت کې د روهینګیايي مسلمانانو، د ‌‌‌‌‌‌ډله ييزو وژنو پرمهال د فیسبوک په څېر مشهورې ټولنیزې شبکې کارولې.