
روهي (درې نۍ/٦مه د وږي)، د ایران بهرنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف وايي، له افغان لوري سره یې د اوبو په تړاو خبرې ادامه لري او دا وړتیا لري، چې په افغان حکومت فشار راوړي.
ظریف ویلي، پر هلمند سیند د برښنا بندونو جوړولو د ایران سیستان بلوچستان له سختې وچکالۍ سره مخامخ کړی دی.
د ظریف په خبره، چې دوه کاله وړاندې د افغانستان_ایران ترمنځ د اوبو د ستونزو د حل لپاره ګډه کمېټه جوړه شوې، چې وبه کولای شي د هلمند او هریرود سیندونو د اوبو ستونزو ته حل لاره ومومي.