
روهي (دوه نۍ/۵مه د وږي)، روسيې ادعا وکړه، چې واشنګټن پر سوریه د پوځي ځواکونو لخوا د بل برید لپاره تیاری نیسي.
د رویټرز د راپور له مخې، د روسیې دفاع وزارت داسې نښانې ښودلې،چې د کریملېن ماڼۍ ادعا ثابتوي، چې واشنګتن پر سوریې د ممکنه برید لپاره د منځني ختیځ يوه برخه کې خپل پوځي ځواکونه چمتو کوي.
د روسيې دفاع وزارت وياند، نرال ایګور کوناشنکوف وويل: «د امريکا ويجاړونکي توغندۍ لېږدونکې بېړۍ، چې د روسيې جوړه او د «USS Ross» په نوم ده، د روانې اګسټ پر ۲۵مه د امريکا لخوا د مديترانې اوبو ته داخله شوې، دغه توغندۍ لېږدونکې بېړۍ تاماهاوک نوميږي، چې په ۲۸ کروز توغنديو سمبال ده او ددې توانايي لري، چې د سوريې د خاورې هره نقطه په نښه کړي.»