
روهي (دوه نۍ/۵مه د وږي)، د عيسويانو د مشر پاپ فرانسيس د استعفا غوښتنه وروسته تر هغه وشوه، چې هغه کلیساګانو کې پر ماشومانو د جنسي ځورونو په اړه اعتراف وکړ.
د واتیکان چارواکو د نوموړي د استعفا غوښتنې یو علت د کلیسا پر یوه غړي د جنسي ځورونې تورونه بللي دي.
فرانسيس کلیساګانو کې د ماشومانو د جنسي ځورونو د اعتراف ترڅنګ د هغو کسانو له ملاتړه دریځ هم څرګند کړی، چې دغه قضیه کې تورن بلل شوي او خلک پرې نیوکې لري.
نوموړي ددغې استعفا غوښتنې او نیوکو اړوند تر دې مهاله څه نه دي ویلي.