
روهي (دوه نۍ/۵مه د وږي)، جرمنۍ خبریاله ميسالې تولو، چې د ترهګرۍ اړوند تورونو له امله ترکیه کې بندي وه، له ازادېدو وروسته پرون یکشنبه له خوشي کېدو وروسته خپل کور ته ورسېده.
میسالې تولو خبریالانو ته وویل، چې دا به د هغو کسانو د ازادېدو لپاره خپلو هڅو ته ادامه ورکړي، چې لا هم ترکیه کې زندانيان دي.
نوموړې زياته کړه، چې دا خپل کور ته ورسېده، خو لاهم د ترکيې حکومت ضد سیاسي مخالفین، وکیلان او محصلین چې شمېر يې ۷۰ زرو کسانو ته رسېږي، ترکيه کې زندانيان دي.
ددغې جرمنۍ خبریالې مور او پلار ترکان دي او دا جرمني کې زیږیدلې، چې تېر ۲۰۱۷م کال کې د ترکي حکومت ضد یوې تروریستي ډله کې د غړیتوب او ترکیه کې د تروریستي پروپاګند کولو په تور نیول شوې وه.
تولو پرځان لګول شوي تورونه رد کړي او د ترکيې قضايي او عدلي سیسټم يې د نوموړې په ځورونه تورن کړی دی.