
روهي (يوه نۍ/۴مه د وږي)، چين د امريکا د ولسمشر هغه څرګندونې غير مسئولانه وبللې، چې کواګې چين د شمالي کوريا د اټومي بې وسلو کولو پروګرام مخه نيسي او شمالي کوريا ته د امريکا د بهرنيو چارو وزير مايک پمپو د سفر لغوه کول يې يو غير مسئولانه عمل وباله.
د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند د ولسمشر ټرمپ ددغو څرګندونو په ځواب کې وویل: "د شمالي کوریا کورني اټومي فعالیتونو کې ښکېل ټول اړخونه باید د خبرو-اترو پر بنسټ د سیاسي لارې درناوۍ وکړي او په دې مسله کې یوځای کار وکړي او دغه راز د یو بل اندېښنو ته ځانګړې پاملرنه وکړي."
د چين بهرنيو چارو وزارت وياند ويلي، چې د ټرمپ دا ډول څرګندونې غير مسئولانه دي او امريکا بايد له خپل موقفه دا ډول غير مسئولانه څرګندونې ونه کړي.
د امريکا بهرنیو چارو وزیر مایک پمپو راتلونکې اونۍ شمالي کوريا ته د سفر اراده لرله او د څلورم ځل لپاره د شمالي کوریا د اټومي بې وسلې کولو پروګرام کې د نورو ګامونو اخیستلو او پرمختګ اراده ورسره وه.
خو د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د نوموړي دغه سفر د ځینو خپلواکو راپورونو پر بنسټ لغوه کړ.
وروسته له هغه چې د امريکا ولسمشر ټرمپ يوه ټويټ کې چين د امريکا سره د سوداګريزو مسئلو په ښکلېتيا تورن کړ، د شمالي کوريا د اټومي بې وسلې کولو پروګرام کې يې هم زړه نا زړه توب وښود.
ټرمپ وړاندې ټويټ کې ويلي، چې بهرنيو چارو وزير مايک پمپو به نږدې راتلونکي کې د چین-امریکا د سوداګریزو مسلو د حل په موخه شمالي کوریا ته سفر وکړي.
د متحده ایالاتو ولسمشر د شمالي کوريا مشر کېم ته یوه لیک کې مبارکي هم لېږلې او هغه ته يې په خطاب کې ويلي، چې ژر به یو بل وګوري.