پاکستان: میرانشاه کې د پښتون ولسي غورځنګ لاریون وځنډول شو

روهي (يوه نۍ/۴مه د وږي)، د پاکستان میرانشاه کې د پښتون ولسي غورځنګ لاریون وځنډول شو.
 
سرچينې وايي، چې ددغه لاريون د ځنډېدو لامل د پاکستاني پوځ سره د ياد غورځنګ مشرانو هوکړې ته رسېدل بلل شوي دي.

د سرچينو په وينا، هغو پوځیانو چې میرانشاه کې د اختر په ورځ پر لاریون کوونکو ډزې کړې وې، به محاکمه شي.