ايران: مشهد کې ګاز چاودنې ۱۰ تنه وژلي

روهي (يوه نۍ/۴مه د وږي)، د ايران مشهد ښار شهيد رجايي ښارګوټي کې د ګاز چاودنې له امله ۱۰ تنه وژل شوي او ۵ نور ټپيان دي.
 
د ايران رسنيو ويلي، چې دا پېښه پرون شنبه د اوبو ګرمولو يوه دستګاه کې رامنځته شوې، چې د چاودنې پرمهال يې درې تعميرونه په بشپړ ډول ويجاړ کړي او د شاوخوا سيمو ۱۵ تعميرونه هم زيانمن کړي دي.