روسيه: پوليسو د پوتین سیاسي مخالف نیولی

روهي (يوه نۍ/۴مه د وږي)، د مسکو پولیسو پرون شنبه د روسي حکومت ضد سیاستوال الکسي ناوالني مسکو کې د هغه کور ته نږدې نيولی دی.
 
الکسي روسیه کې د اداري فساد پر ضد مبارزه کوي او د ولسمشر پوتین له سختو سیاسي مخالفانو دی.
 
د نوموړي ویاندې کرا یارمیش تېره ورځ پر خپل ټوېټرپاڼه د الکسي د نیول کېدو خبر نشر کړ.
 
یارمیش ليکلي، چې الکسي مسکو کې د پولیسو ادارې ته بیول شوی او پوليسو يې ټیلیفون هم ورڅخه اخېستی دی.
 
هغې ويلي، داسې څرګندېږي، چې الکسي د هغو لاريونونو د ملاتړ له امله نیول شوی وي، چې د جنورۍ په ۲۸مه وشول.
 
دغه لاريونونو کې له خلکو غوښتنه شوې وه، چې روسیه کې ولسمشريزې ټاکنې تحریم کړي او ګډون دي نه پکې ‎کوي.
 
تېره جنوري کې د روسیې بېلابېلو ښارونو کې د ناوالني په ګډون د انتخاباتو ۲۵۰ مخالفین نیول شوي وو.