هيلي: داعش هڅه کوي، چې ځان ته د پښې ځای پيداکړي

روهي (يوه نۍ/۴مه د وږي)، ملګرو ملتونو کې د امریکا دایمي استازې نیکي هیلي وایي، داعش ډله په دې هڅه کې ده، چې ځان ته د پښې ځای پيداکړي او د خپلو کسانو لپاره خوندي مرکزونه ولري.

هيلي ویلي، چې نړیوال باید ځان په دې ډاډه کړي، چې دغه ډله نور د تل لپاره ختمه شوې ده. 

نوموړي د ترهګرۍ او داعش ضد جګړه باندې په ټینګار سره ويلي، چې امریکا د ټولو هغو نړیوالو قوتونو ملاتړې ده، کوم چې غواړي د داعش په ضد مبارزه وکړي.