ایران: د نن سهار زلزله کې يو کس مړ شوی ۱۴۰ نور ټپيان شوي

روهي (يوه نۍ/۴مه د وږي)، نن سهار وختي یوې زلزلې چې شدت یې د ریښتر په کچه ۶.۱ درجې ښودل شوی، د ایران او عراق ترمنځ سرحدي سیمې ولړزولې.
 
ایرانيو رسنيو خبر ورکړی، چې د يادې زلزلې له امله د ايران شمال ختیځ تازه اباد ښارګوټي کې یو تن مړ شوی او ۱۴۰ نور ټپيان شوي دي.
 
تر لومړۍ زلزلې وروسته، چې سهار وختي ۲:۴۵ دقیقې وشوه، ۵ نور تکانونه احساس شوي دي.
 
دغه تکانونه د ایران کرمانشا او د عراق سلیمانیه ښارونو کې احساس شول، چې له امله یې خلک سړکونو ته راووتل.