چین: يوه هوټل کې اور لګېدنې ۱۸ تنه وژلي

روهي (يوه نۍ/٤مه د وږي)، د شینهوا خبري شبکې د خبر له مخې، پرون سهار وختي د چین د هیلونګجیانګ ښار د مرکز هاربین هارټ سپرېنګ هوټل کې اور لګېدلی، چې له امله يې ۱۸ تنه وژل شوي دي.
 
د اور وژنې ‌‌‌‌‌‌ډله د پېښې ځای ته رسېدلې، څو دغه اورلګېدنه مهار کړي.
 
د پېښې اصلي علت تراوسه نه دی څرګند شوی، خو پولیس وايي، چې په دې تړاو یې څېړني پیل کړي دي.