ټرمپ د فلسطين ٢٠٠ ميليون ‌‌‌‌‌‌ډالري مرسته وځنډول

روهي (يوه نۍ/٤مه د وږي)، د امریکا بهرنیو چارو وزارت وايي، چې د ولسمشر ټرمپ په غوښتنه یې له فلسطين سره کېدونکې ۲۰۰ میلیون ډالري اقتصادي مرسته وځنډول.
 
ياد وزارت ویلي، چې دغه پریکړه یې تر څېړنو وروسته کړې ده.
 
دغه وزارت تېره ورځ وويل، چې پتېیلې یې ده، چې له فلسطین سره کېدونکې ۲۰۰ میلیون ډالري مرسته بل ځای کې چې بېړنۍ اړتيا وي، ولګوي.
 
د امریکا او غزې ترمنځ اړیکي د ډونالډ ټرمپ له ولسمشر کېدو راهیسې مخ په سړېدو دي.
 
دا په داسې حال کې ده، چې څو میاشتې مخکې هم امریکا له فلسطین سره د ملګرو ملتونو له لارې کېدونکې ۶۵ میلیون ډالري مرسته ځنډولې وه.