
روهي (نۍ/۳مه د وږي)، د ايران په چارو کې د امريکا ځانګړی استازی «برايان هوک» د اروپايي اتحاديې پر هغه تصميم انتقاد وکړ، چې له مخې به يې اروپايي اتحاديه ايران ته ۲۰.۷ ميليونه ډالر ورکوي.
برايان هوک وويل: «د اروپايي مالیه ورکوونکو بهرنۍ مرستې به د ایراني رژیم سره مرسته وکړي، څو د خلکو اړتیاوې ناديده ونيول شي او ددغه هيواد سياست کې به د معناداره تغيراتو مخه ونيول شي. د خامنه يانو په لاس کې زياتي پیسې، اروپایي هیوادونو کې د وژنو ډېرېدو په معنا دي.»
نوموړي ويلي، چې دغه کار غلط وخت کې غلط پيغام لېږدولای شي او له بروکسل يې وغوښتل، چې د واشنګټن سره د ايران د تهديداتو په پای ته رسولو او نړيوال ثبات ساتلو کې مرسته وکړي.