
روهي (نۍ/۳مه د وږي)، د افریقا لوېدیځ اوبو کې د تېلو یوه لېږدونکې بېړۍ له ۱۹ سپرلیو سره، چې زيات پکې ګرجستاني وګړي دي، غيبه شوې ده.
ياده بېړۍ د یوې یوناني کمپنۍ اړوند او د لوم له سیمې لیبرویل ته روانه وه، چې هغه سیمه کې ورکه شوه، کومه کې چې سمندري غله فعال دي.
د بېړۍ چلوونې شرکت چارواکي وايي، له تېري یوې اوونۍ راهېسې ددغه بېړۍ څخه هېڅ خبر نه لري.
يادو چارواکو څو ورځې وړاندې ویلي وو، چې دغه د تېلو لېږدونکې بېړۍ د ګابون د لیبر ویل ساحلي سیمه کې ورکه شوې او په وينا يې، چې په سپرلیو کې ۱۷ تنه ګورجستانیان او دوه نور روسان دي.
ددې سره-سره چې اوسمهال نړۍ کې سمندري غلا کمه شوې، خو د روان ۲۰۱۸م کال له پیل تراوسه د ګینیا خلیج کې د بېړيو غصبولو، عملي تښتولو او سمندري غلا ۱۰۰ پېښې رامنځته شوي دي.