
روهي (جمعه/۲مه د وږي)، د روسیې د بهرنيو چارو وزارت وايي، چې لاهم د افغان سولې اړوند مسکو کې جوړېدونکې غونډه کې د ګډون لپاره د افغانستان ځواب ته انتظار باسي.
د روسیې د بهرنيو چارو وزارت وياندې ماریا زاخاروفووا پرون پنجشنبه وویل، چې مسکو لاهم د افغانستان په اړه د کنفرانس د ګډونوالو د لیست په نهايي کولو کار کوي او د کابل رسمي ځواب یې لا نه دی ترلاسه کړی.
روسیې د امریکا په ګډون ۱۲ نور هیوادونه او دغه راز وسله وال طالبان دغي غونډې ته وربللي دي، خو امریکا تېره اوونۍ وويل، چې د مسکو غونډه کې ګډون نه کوي او د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت هم تېره چهارشنبه وویل، چې افغانستان به د مسکو غونډې ته خپل استازي وانه ستوي.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت زياته کړې، چې افغانستان به ددې پرځای چې د یوه بل هیواد له لارې د طالبانو سره خبري وکړي، پخپله به د طالبانو سره د مخامخ خبرو هڅه وکړي.