د جنوبي کوريا د پخوانۍ ولسمشرې د بند موده ۲۵ کلونو ته وغځېده

روهي (جمعه/۲مه د وږي)، نن جمعه د جنوبي کوريا د يوې محکمې لخوا ددغه هيواد د پخوانۍ ولسمشرې « پارک گون‌-هه» د بند موده له ۲۴ څخه ۲۵ کلونو ته اوږده شوه.
 
په تېر اپرېل کې همدې محکمې مېرمن پارک ته د ۲۴ کلونو بند سزا ټاکلې وه، چې د څارنوالانو د اعتراضونو په صورت کې يې د بند قضيه محکمې د بياکتنې لپاره وړاندې شوه.
 
۶۶ کلنه مېرمن پارک لومړۍ رهبره ده، چې جنوبي کوريا په دموکراټيک ډول انتخاب شوې ده.
 
نوموړې د تېر ۲۰۱۷م کال مارچ کې، د اساسي قانون د محکمې له تعقیب وروسته د رشوت، فساد او واک څخه سوء استفادې په تور له دندې ګوښه او محاکمه شوه.