
روهي (جمعه/۲مه د وږي)، اسپانيا پرون پنجشنبه هغه ۱۱۶ افريقايي پناه غوښتونکي چې د سئوتا ايالت مرکز بُرون بوم ته له مراکش سره پر پوله په غير قانوني ډول راوښتي وو، بېرته مراکش ته ولېږل.
د هسپانوي حکومت لخوا د کډوالو ډله ييز ايستل او د پناه غوښتونکو په وړاندې دغه ډول تېز رفتار مراکش او نورو هيوادونو کې د بشري حقونو ډلو د جدي غبرګون سره مخ شو.
ورسره سم د سئوتا قومندانۍ چارواکو د مراکش دغه ځواب کې وويل، چې ۱۱۶ تنه هغه افريقايي مهاجر چې تېره چهارشنبه په غير قانوني ډول د سئوتا د سرحد له لارې اسپانيا ته راوښتي وو، مو بېرته مراکش ته ولېږل او دا عملیات د دوه اړخيز موافقه لیک د بیا فعالولو په اساس ترسره شول، کوم چې د اسپانيا او مراکش ترمنځ ۲۶ کلونه وړاندې لاسلیک شوی و.