
روهي (جمعه/۲مه د وږي)، د پاکستان نوي لومړي وزیر عمران خان د هند کیراله ایالت کې د سختو سېلابونو راتلو له کبله خواشیني ښودلې او ددغو سېلاب ځپلو سره د مرستې غوښتنه يې کړی دی.
نوموړي د کیراله سېلاب ځپلو ته د پاکستاني ولس لخوا نېکې هیلې وړاندې کړي او له دوی سره يې هر ډول مرستې ته چمتووالی ښودلی دی.
کیراله کې وروستي سخت سیلابونه دغه ایالت کې د یوې پېړۍ تر ټولو زيان اړونکی سېلاب بلل شوی دی.
په دغه سېلاب کې تر دې مهاله له ۴۰۰ ډېر کسان وژل شوي او تر یوه میلیون ډېر خلک له کورونو بې ځایه شوي دي.
هاخوا چارواکي وايي، چې کیراله کې د اورښت او سېلاب پیلېدو سره یې شاوخوا ۲۲ زره کسان ژغورلي، چې لاهم د لسګونو کښتيو او سمندري ځواکونو د ۵۱ بېړيو لخوا د خلکو راېستلو عملیات روان دي.