قريشي: اسلام اباد او کابل د ستونزو د هواري پر جامع تګلاره سلا شوي

روهي (جمعه/۲مه د وږي)، د پاکستان بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي وايي، د پاکستان نوی حکومت له کابل او واشنګټن دواړو سره اړیکي رغوي او د سیمې پر امنیت او ثبات ورسره کار کوي.
 
شاه محمود قريشي ويلي، چې د افغانستان او پاکستان اولسونو ډېر مشکلات ګاللي، خو اوس اسلام اباد او کابل د ستونزو د هواري پر جامع تګلاره سلا شوي دي.
 
قريشي وويل: «پاکستان او افغانستان دواړو پر خپلو چیلېنجونو غور کړی او د هغو لپاره يې حل لاره او مېکانېزم موندلی، چې پنځه برخې لري او موږ هڅه کوو، چې د یو بل درناوي ته په پام، دغه پنځه لارې عملي کړو او وړاندې لاړ شو.»
 
نوموړي زياته کړې، چې د کابل په څېر د واشنګټن سره هم د اړیکو د ښه کولو هڅې کوي.
 
دا په داسې حال کې ده، چې تېره يکشنبه رسنیو خبر ورکړ، چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپېو د سېپټېمبر په لومړۍ اوونۍ کې هند ته تر تګ مخکې د څو ساعتونو لپاره اسلام اباد ته ځي.