
روهي (پنځه نۍ/لومړۍ د وږي)، یو افغان کډوال د اتریش «اسټريا» یوه محکمه کې د خپلې خور د قتل په تور په عمر ابد بند محکوم شو.
دغه ۲۲ کلن افغان کډول خپله ۲۸ کلنه خور د وين ښار پر يوه سړک د چړې په واسطه په قتل رسولې وه، چې د جرم صحنه کې باالفعل ونيول شو او د محکمې تر پرېکړې وروسته مجرم ثابت او په عمر ابد قيد محکوم شو.
دغه افغان کډوال تر نيولو وروسته دا اعتراف کړی و، چې خپله خور يې د کورني جرمونو له امله وژلې ده.