رويټرز: زلمی خليلزاد به افغانستان کې د امريکا ځانګړی استازی وټاکل شي

روهي (پنځه نۍ/لومړۍ د وږي)، دوو امريکايي چارواکو رویټرز ته ویلي، چې د امريکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپو پلان لري، چې زلمی خلیلزاد افغانستان کې د امريکا د ځانګړي استازي په توګه وټاکي.
 
خليلزاد يو افغان الاصله ډيموکراټ ډیپلومات دی، چې له دې وړاندې يې کابل او بغداد کې د امریکا د سفیر په توګه دنده ترسره کړې ده.