
خوسامار کرزي له بوين عطا نه سړی جوړ کړ
شفافيت، عدالت او سياسي ګوندونو ته پاملرنه
مرداري، ناانصافي او سياسي ګوندونو ته نه پاملرنه خو له همدوی نه په ميراث راپاتې ده، له حل العقد له خوسا شوې شوروا ((شوری)) نه راواخله تر کرزي او اوسني حکومته پورې جمعيت ((مشخصه مافيآ)) د ټولو ناخوالو مسوول دی
ښاغلی عطا محمد نور وايی چې که د پارلماني ټاکنو شفافيت تضمين نه شي، نو دغه ټاکنې به د سياسي ګوندونو له خوا له بنديز سره مخ شي.
نوموړی ګوتڅنډنه کوي چې حکومت دې د سياسي ګوندونو غوښتنو ته جدي پاملرنه وکړي او هڅه دې چې ټاکنې په عادلانه ډول ترسره شي.
وانذز عشيرتک الاقربين
جمعيت له پيله د نظار شوری چې بيا په شمال ټلواله بدله شوه، نو ښاغلی عطا دې لومړی له خپل ځانه شفافيت، عدالت او نورو سياسي ګوندونو ته د پاملرنې محاسبه وکړي. دوی چې د ((اهل حل العقد شوری)) په پلمه چې کله له روحاني مشر صبغت الله مجددي نه واک ترلاسه کړ او د قاقا صاحب د سترګور ((چشماټو) په وينا ((چترالي ملا)) چې هم اخوانی وو او هم ستمی او هم يې هره جاله باندې لاس اېښوولو، ولې پر واک باندې خېټه واچوله؟ ولې دا خپلمنځي جنګونه پېښ شول؟ ايا حزب اسلامي او دا نوري جهادي ګوندونه ان د نورو سياسي ګوندونو لکه افغانملت، د وطن ګوند دا ټول اسلامي و سياسي ګوندونه نه ول؟ تاسې جمعيت ولې هلته شفافيت نه کولو؟ ولې مو دا د واک څوکۍ د کولاب تر سمڅو پورې له ځان سره يووړه؟ بيا چې دا نوی غوبل جوړ شو او کرزی خان لالا راغی ښاغلي عبدالله او تاسې ټولو به ويل چې اتيا برخې واک له موږ سره دی. د ډاکټر عبدالله هغه خبره خو په رسنيو کې شته چې همداسې يې په يوه غونډه کې د ټاکنو په وخت کې ويلي وو، نو دا اتيا برخې واک شفافيت و عدالت دی ايا تاسې کله هم اسلامي و سياسي يا په بله مانا جهادي و ناجهادي ګوندونو ته پاملرنه کړې ده. ان تر دې چې تر اوسه پورې کارمليان له ځان سره ساتلي دي. د نجيب د کودتا مسووليت هم تاسې ته منسوبيږي چې هم مو له هغه او هم مو له ملګرو ملتونو سره ټګي کړې ده، نو عطا نور مهرباني وکړي چې د خپل ګوند يا د دې مشخصې مافيايي کړۍ په استازيتوب له ولس سره، له خلکو سره محاسبې ته کښېني، نو دی خو تر ننه خپله له حسابه تښتي ان تر دې چې ځينې ډېرې ناروا خبرې يې همدا اوس له واکه د پرېښوولو په بدل کې پر حکومت باندې ومنلې او دا خبرې خامخا ډاکټر عبدالله ته منسوبيږي، ځکه چې هغه په حکومت سم نيمايي دی.
که همدا ستاسې دا نازولتوب درسره ومنو، له پښتنو پرته تاسې له نورو قومونو سره څه کړي؟ ان تر دې چې تاسې هغو تاجکانو ته چې په نورو سيمو کې پراته دي له کومه برخه ورکړې؟ ايا تاسې کله هم شفافيت له سيد نورالله عماد او نورو جمعيتيانو سره (تاجکانو) سره کړی دی؟ جمعيت خو ستا، رباني، مسعودخېلو او څو تنو نورو مشخصو پنجشيريانو سره دی. تاسې دغه څو کورنۍ پخپلو کې سره نه جوړېږئ، نو نورو ته به څه واک ورکړئ؟ څه شفافيت به ورسره وکړئ او څه عدالت به ترسره کړئ؟ ايا دا سپين ږيری هراتی دومره مسلمان دی، د بيت المال او د ولس حق يې هډو نه دی خوړلی؟
ننګونه :
ته و خدای او خپل ايمان و وجدان دې که همدا نن په جمعيت کې سمې ټاکنې ترسره شي، ته څه فکر کوې چې د رباني زوی صلاح الدين رباني به په واک کې پاتې شي؟ نه هېڅکله نه، تاسې جمعيت يرغمل کړی دی او يرغمل کوونکي ياست، کنه راځه نر شه، دا ګز و دا ميدان چې تاسې يو ځل په خپل ډله (جمعيت) کې سمې او رڼې ټاکنې وکړئ چې پته درته ولګيږي چې څوک مو خوښوي يا نه؟ خپله ښه پوهېږئ چې څوک مو نه غواړي، که وخت يې راغی، نو دا د زمکو، جايدانونو او د ميلياردونو ډالرو حساب به درسره خپله دا خپل دروند تاجک قوم درسره وکړي چې تاسې خپل ټول قوم يرغمل کړی او تر څو به يې يرغمل ياست؟
شفافيت وعدالت ((روڼتيا و برابري :
ته و خدای او دا خپل ايمان و وجدان دې که له تا سره د دې خپلو شتو حساب وشي، ايا تاسې دېته تيار ياست چې د دې خپلو شتو ((منقول وغيرمنقولو شتمنيو)) حساب دې ورکړې، نه هېڅکله نه.
قضاوت :
که ځان مسلمان ومجاهد وايمانداره بولې، نو تاسې خپل ځان د يو منصف وقضاوتمند په توګه د پورتنې نص په رڼا کې څنګه وينئ؟ ځه دا د حکومت و ولس او د نړيوالې ټولنې حسابي درسره نه او ودې بښي، خو له خدای تعالی سره به څه وکړئ؟ له هغه سره به هم د قيامت پر ورځ همدغسې زور غږوې، لکه له غني سره دې چې وکړلو؟ ډاکټر عبدالله خو به هلته هم پخپله حسابۍ کې نښتی وي او نه به د سم سمکي خبرې وکړې. هلته خو به ((يوم يفر المرء من أخيه ....)) په غم کې وي. نه به جمعيت وي، نه شمال ټلواله او نه نور بس ته او الله تعالی به سره مخ پر مخ ياست، نه به نړيواله ټولنه وي، نو بيا به څه کوې؟
پايله :
يو څوک چې خپله او نه يې ډله او تنظيم ښه رڼه ((شفافه او منصفانه)) مخينه ونه لري، نو هغه چې حکومت ته لا ګوتڅنډنې کوي، نو له دې به بل څوک زيات بېحيا ((بې شرمه)) او بې ايمانه له جهادي واسلامي دعوې سره سره بل څوک وي؟ يو ځل دې خپل ځان پر صابون پرېمينځه بيا حکومت ته د شفافيت د تضمين او د عدالت خبرې کوې، چې خپله در کې يو خروار غول خمبيره وي، نو د نورو لپاره څه ګټور پرېوځي؟ د هېواد ملي شتمني خو لا څه ان چې هغه افغاني رباط هم مو وپلورلو، نو نور به له دې ورآخوا څه وي؟
عطا محمد نور: که د پارلماني ټاکنو شفافيت تضمين نه شي، موږ به بنديز پرې ولګوو
http://www.rohi.af/fullstory.php?id=70320